20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې د پیښې د شهیدانو له ورٍثوو سره د یوې ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې غمشریکي وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی چې اوس مهال د یو رسمي سفر لپاره د لندن په ښارکې دی، پرون یې د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې د پیښې د شهیدانو له ورثوو او پاتې کسانو سره د یوې ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې غمشریکي وکړه او هغوی ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په دې ټیلفوني اړیکه کې د دې په ترڅ کې چې د دغې پیښې د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه، وې ویل: هیله لرم چې زموږ خلک له جګړې څخه له رامنځته شویو مصیبتونو څخه خلاصون ومومي، په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي.
حامدکرزي څرګنده کړه چې دولت د دغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته لازمې مرستې برابروي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د لړم د میاشتې پر ۵نېټه زموږ د بې ګناه هېوادوالو د سپرلۍ یو موټر چې د واده له مراسمو څخه د راستنیدو په حال کې و، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې په سړک کې پر ښخ کړای شوي ماین وخوت چې د دغه ماین د چاودنې له امله د ۱۱ ښځو او ۴ ماشومانو په شمول ټولې سپرلۍ شهیدان او ۵ نور ټپیان شول .#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.