23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر نن سهار د پکتیا د...

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ...

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

کابل/ د تلې لومړۍ/ باختر د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اردن له افغانستان سره لا ډیرو همکاریو ته چمتو دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه يیز وخت پرون له غرمې وروسته په لندن کې د اسلامي اقتصاد د نړیوالې مجمعې د نهمې غونډې په څنډه کې د اردن له پادشاه دویم عبدالله سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د اردن پادشاه دویم عبدالله له افغانستان سره د خپل هېواد د ژمنو پر دوام باندې ټینګار وکړ او په دغه هېوادکې یې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د سرتیرو  په روزنه کې له شوي پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.
د اردن پادشاه، افغانستان د خپل هېواد ډیرښه دوست وباله، وې ویل چې اردن له افغانستان سره لا ډیرو همکاریو ته چمتو دی.
دویم عبدالله څرګنده کړه چې اردن افغان ځوانانو ته د طب او انجینرۍ په برخوکې لس تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي په دې کتنه کې په تېرو ۱۲ کلونوکې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا، مخابراتو او ترانسپورت او په نورو بېلابېلو برخوکې له شویو پرمختګونوڅخه یادونه وکړه.
حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به د افغانستان د خلکو لویه جرګه د دغه تړون په اړه پریکړه وکړي.
دواړو لورو د منځني ختیځ او د  اسلامي هېوادونو سیاسي حالت و څیړه او په سوریه کې یې د جګړې او وینې تویدو پردوام باندې اندیښنه څرګنده کړه. #

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.