13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى : دانتخاباتو اساسي مواد د روان کال دمرغومي دمياشتې تر ٢٥ نيټې پورې په بشپړه توګه موږ ته راکول کيږي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  وايي چې دانتخاباتو غير اساسي مواد دهيواد څلورو زونونو ته ليږدول شوي دي او دغه بهير په خپل قوت دوام لري دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمد نور دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه  کې ويلى  دي  ،  چې د پروژو او نورو او دمعلوماتي پاڼو  په  ګډون دانتخاباتو غيراساسي مواد دهيواد څلورو زونونو ته ليږدول شوي دي او همدا اوس نورو ولايتونو ته هم  دانتخاباتي موادو د ليږدونې پروګرام دوام لري .
ده زياته کړه ،  چې له اړتيا سره سم انتخاباتي مواد ځينو ولايتونو ته دفضا له لارې او يو شمير نورو ولايتونو ته دځمکې له لارې ليږدول کيږي.
نور زياته کړه ، دانتخاباتو اساسي مواد  چې د رايو ورکولو پاڼې د ګوتې  د  نښان رنګ او د رايي ورکولو د نتيجو پاڼې او دکميسيون رسمي مهرونه پکې شامل دي  دروان کال دمرغومي دمياشتې تر ٢٥ ڼيتې پورې به  په بشپړه توګه دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون په  واک کې ورکړى شي  چې وروسته دانتخاباتو کميسيون    د زونونو  مرکزونو او ولايتي دفترونو ته ليږدول کيږي  او له هغه ځاى څخه د رايې ورکولو مرکزونو ته انتقاليږي.
ده وويل :  د واورې او باران اورښت چې ويل شوي دې په ځينو سيمو کې په ولسواليو او کليو کې د لارو دتړل کيدو سبب کيږي ، دانتخاباتو دکميسيون په کاري بهير باندې کومه اغيزه نه لري  .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى دکورنيو او نړيوالو بنسټونو په کتوونکو دکارتونو د ويش څرنګوالي ته اشاره وکړه او ويې ويل څه دپاسه  يوسلوشل ملکي او نړيوال بنسټونه  شته چې  دغه بهير به وڅاري او تراوسه پورې يې خپل ١٤٠٠ استازي موږ ته معرفي کړي دي او کارتونه يې د پړاوونو له بشپړولو   وروسته ويشل کيږي .
ده  پخوا ويلى وو چې د کورنيو او نړيوالو  بنسټونو څه ناڅه ٣٠٠ تنه کتوونکي
به  د راتلوونکي کال د انتخاباتو بهير وڅاري.
ټاکل شوې ده دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د زماني جدول له مخې دجمهوري رياست او  د  ولايتي شورګانو انتخابات د راتلوونکي کال  د وري  دمياشتې په شپاړلسمه  نيټه ترسره شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.