20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملګرو ملتوسازمان : بايد دافغانستان په اړوندمحتاطه و اوسو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نيويارک- دګاردين ورځپاڼه  – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دملګرو ملتو دسازمان له نشه يي توکو سره دمبارزې د ادارې رييس جين لوک لوماهيو وايي په افغانستان کې دترياکو توليد به د څو نورو کلونو لپاره هم په لوړه کچه دوام  ومومي.
جين لوک لوماهيو دبريتانيا له ګادرين ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي ، ددې لپاره چې دافغانستان اقتصاد له اوسني فساد څخه پاک شي څه ناڅه  دوو  نورو لسيزو ته اړتيا  لري .
جين لوک لوماهيو وايي که چيرې موږ محتاطه  و نه اوسو د دې خطر شته چې افغانستان په يو  ګډوډ او په جرمونونو کې  ډوب هيواد  بدل شي.
دملګرو ملتو دسازمان له نشه يي توکو سره دمبارزې  د ادارې رييس چې دکار موده يې پاى  ته رسيدلې ده   وايي چې  له نشه يي توکو سره  د  مبارزې  لپاره افغانستان زيات او پرله پسې کارته اړتيا لري.
د ده دڅرګندونو له مخې :   په افغانستان کې دنشه يي توکو توليد له طالبانو او
له ځينو کورنيو کړيو او اشخاصو سره  تړاو لري.
ده  دبريتانيا له ګاردرين ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي  دي چې  سږکال   په افغانستان کې توليد شوي اپين آن دبهرنيو مارکيټونو له غوښتنې څخه هم زيات دي .
د ده دڅرګندونو له مخې :  په عربي هيوادونو کې د اوسنيو نا آراميو له امله له دې لارې له طالبانو سره مالي مرستې کمې شوې دي .
په همدې دليل وسله وال طالبان دخپلو فعاليتونو دتمويلولو په خاطر له بل هر وخت څخه زيات داپينو په توليد ډ ډه لګوي.
دملګرو ملتو دسازمان له نشه يي توکو سره دمبارزې د ادارې رييس وايي چې      له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې لنډ مهالو پروګرامونو او پلانونو سمه نتيجه نه  ده  ورکړې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.