د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب دويمه :
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمين و الصلوات والسلام على خاتم النبين
ګرانو هيوادوالو، خويندو او ورونو !
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته.
خوښ يم چې درې اوونۍ مخکې د ١٣٩٣هجري لمريزکال د وري د مياشتې  د شپاړلسمې نيټې د انتخاباتولپاره د جمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزي پيل شوې او له دې لارې په ولسواکۍ او په دې باب چې په خپله اراده د هيواد برخليک ټاکي؛ د خلکو اعتماد پياوړى شو.
ګرانو هيوادوالو !
په تيرو دولسوکلونوکې افغانستان په خپل سياسي ژوندانه کې دوه ځلې دجمهوري رياست انتخابات تجربه کړل او انشا الله دجمهوري رياست د را روانو انتخاباتو په ترسره کولو سره به د دريم ځل لپاره چې يوه نيمه مياشت وروسته ترسره کيږي؛  د دموکراسۍدپراخ بنسټه کولو په لاره کې مخ په وړاندې يوبل ګام پورته کړي اوزموږ هيوادوال به هريو له خپلې خوښې سره سم خپل نوماندته راى ورکړي.
په انتخاباتوکې د راى ورکولوپه شرايطو دبرابرو هيوادوالو ګډون زموږ د انتخاباتو د برياليتوب ضمانت کوي .
ګرانو خويندو او ورونو !
په ټولو ولسوالکو نظامونوکې په بېلابېلو نظريو سره د رايو اختلاف شتون لري او طبيعي ده او دا کار د دموکراسۍ مهم اصل هم بلل کيږي.
د رايو او مفکورو اختلاف هيڅکله هم شخصي اختلاف نه دى او نه بلل کيږي. اوس چې زموږ په هيوادکې نولسو تنو نوماندانو د جمهوري رياست دمقام دترلاسه کولو لپاره انتخاباتي مبارزو ته وردانګلي دي؛ دا په خپله زموږ په ګران هيوادکې د ولسواکۍ د پرمختګ نښه نښانه ده او په دې ترتيب موږ هريو کولاى شو په بشپړې آزادي سره د خپل نظر وړ کانديد ته راى ورکړو او په انتخاباتوکې دخپل ګډون له لارې خپل ګران هيواد لا زيات پياوړى کړو. زه هيله لرم چې د محترمو نوماندانوانتخاباتي مبارزې زموږ د هيواد د ملي يو والي، پيوستون او د ملي وحدت د لازيات ټينګښت سبب شي .
ګرانو هيوادوالو !
د برياليو او د خوندي انتخاباتو ترسره کول د خلکو په مستقيمې همکارۍ پورې تړاو لري .
د هيواد امنيتي ځواکونه به زموږ د ټولو په همکارۍ وکولاى شي د انتخاباتو ډاډمن امنيت تامين کړي چې زموږ هيوادوال په ډاډ سره د راى ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپل نظر وړنوماند ته راى ورکړي او حکومت نه شي کولاى چې له دولتي امکاناتوڅخه د نوماندانو په ګټه يا تاوان کار واخلي.
هيله لرم چې زموږ په هيوادکې را روان انتخابات په خوندي فضاکې په برياليتوب سره ترسره شي او زموږ د هيواد د لازياتې پياوړتيا، د ثبات د ټينګښت، ولسواکۍ او د ملي يو والى د تامينولو سبب شي او زموږ خلک په راتلوونکي کې نيکمرغه  او سوکاله شي .
تر راتلوونکوخبرو پورې مو په مخه ښه.

back to top