03 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د خپل كار په دفتر كې د فوايد عامې د وزير انجنير نجيب الله اوژن كړنې وستايلې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د خپل كار په دفتر كې د فوايد عامې د وزير انجنير نجيب الله اوژن كړنې وستايلې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
په  دې غونډه كې د مشرانو جرګې رئيس د خبرو  په ترڅ كې   د فوايد عامې وزارت
د كړنو په اړه رڼا واچوله، ويې ويل چې د هېواد د اقتصادي نظام په پياوړتيا كې د مواصلاتو او سړكونو غزول او رغول ګټور رول لري او دغه وزارت د انجنير اوژن په مشرۍ  په دې  بريالى شوى دى چې د پراختيايي پلانونو په پلي كېدو كې ګټور ګامونه پورته كړي .
ورپسې د سنا مجلس رئيس د مشرانو جرګې ستاين ليك د فوايد عامې وزير ته وركړ او د دې مجلس نښان يې د نوموړي په ټټر وټومبه  او د ده د لا زياتو برياليتوبونو هيله يې وكړه .
همدا راز انجنير نجيب الله اوژن د سنا دمجلس د قدردانۍ له امله  مننه وكړه ، ويې ويل کوښښ كوي چې هېواد ته د لا زياتو خدمتونو وړ وګرځي او د دې ستاين ليك حرمت چې د افغانستان خلكو ته يې د خپلو خدمتونو په وياړ ترلاسه كړى ، وساتي .
د يو بل خبر له مخې  :
د مشرانو جرګې د منشي سيد فرخ شاه جناب په مشرۍ د سنا مجلس پينځه كسيز هيئت ، په دې وروستيو كې د نړيوال بين الپارلماني اتحاديې (IPU) په يوسلو ديرشمه غونډه كې د ګډون په موخه سويس هېواد ته لاړ .
د مشرانو جرګې هيئت به د بين الپارلماني اتحاديې په غونډه كې په خپل ګډون سربيره د نړۍ د سكرترجنرالانو ټولنې په غونډو كې هم فعاله ونډه ولري .
دغه غونډې چې د سويس هېواد په ژنيو ښار كې د نړۍ د يوسلو شپږ پنځوسو هېوادونو د پارلماني هيئتونو په ګډون د روان كال د كب د مياشتې له پينځه ويشتمې نيټې څخه تر نهه ويشتمې نيټې پورې  جوړيږي ، د دې غونډې تر څنګ به د سنا مجلس هيئت د دوستو هېوادونو له  پارلماني استازو سره كتنې او خبرې اترې وكړي ،

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.