23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

پلخمري/ د وږي٣١ مه/ باختر په بغلان کې د وروستيوجګړو له...

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د پروان په مرکز ملتان سيمه...

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د انتخاباتوخپلواک کمېسيون او د انتخاباتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وړمه ورځ د ملي شورا د کار د پرانستلو په وخت کې يو لړ خبرې لرلې چې کيداى شي د فکر وړ وي چې  د هيواد د راتلوونکي سياسي مشرلپاره يو پيغام وي، څو هغه څه چې د تيرو دولسو کلونو په بهيرکې د برياليتوب په نامه رامنځته شوي دي؛ نه يواځې وساتل شي بلکې لاپسې پياوړتيا او پراختيا ومومي.
د باخترآژانس مبصر ليکي: حامدکزري وړمه ورځ د ملي شورا دکار د پرانستلو په وخت کې په خپلې وينا کې په تيرو دولسو کلونوکې په بېلابېلواړخونوکې د هيواد حالات وڅيړل او بيان يې کړل او دا کيداى شي په ملي شورا کې د جمهور رييس کرزي وروستۍ وينا وي .
څو ورځې وروسته په هيوادکې د جمهوري رياست انتخابات ترسره کيږي او په افغانستان کې سياسي قدرت به د خلکو د ارادې له لارې په سوله ئيز ډول وليږدول شي.
حامدکرزي په خپلې دغې وينا کې زياتره هغه مسئلې په ګوته کړې چې په تيرو دولسوکلونوکې رامنځته شوي دي. د ځينو نورومسئلوترڅنګ په هيوادکې د رسنيو او د بيان د آزادۍ د ودې او د مطبوعاتو د زياتوالى يادونه وکړه او د رسنيو د لارې د نقد او انتقاد زغم يې په تيرو دولسو کلونو کې د خپل حکومت ستربرياليتوب وباله.
کرزي د هيواد راتلوونکي مشر ته چې ټاکل شوې ده د جمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتوکې هغه هم د خلکو په راى او ارادې سره انتخاب شي؛ پيغام واستاوه چې د اساسي قانون د غوښتنو پربنسټ د بيان آزادي وساتي .
دغه راز له رسنيوڅخه يې وغوښتل چې ځان د يو لړ اصولو او ارزښتونو په رعايتولو مکلف وبولي او په مالي او فکري لحاظ له ټولو بهرنيو ارګانونو څخه خپلواکې وي. يوه بله مسئله چې د حامدکرزي دولت ته پياوړى مدني هويت وربخښي؛ دښځو دحقوقو رعايتول و. که چيرې دلنډ مهالې ادارې له جوړيدو څخه مخکې د ښځو حالت ته وګورو؛ په افغانستان کې ښځو د مملکت په هيڅ چاروکې ونډه نه لرله.
دوى نه يواځې په حکومتوالۍ او دولت کې هيڅ ونډه نه لرله؛ په هيڅ دولتي اداره، ښوونځى او پوهنتون کې يې شتون نه درلود او په جبري توګه د کورڅنډه د هغوى  ځاى شوى و. خو د لنډ مهالې ادارې او د اسلامي جمهوريت د نظام په جوړيدو سره د هغوى حالت بدل شو.
دجمهور رييس کرزي د څرګندونو له مخې: نن ورځ په دولتي اداروکې دښځو شتون په سلوکې يو ويشتو، په ملي شوراکې په سلوکې اته ويشتو او په ښوونځيوکې په سلوکې څلويښتو ته رسيږي.
دغه راز په اوسني دولت کې دمدني ژوندانه د ودې او د سياسي فعاليت د پياوړتيا او د اپوزسيون د نقد او د انتقاد زغمل هم فعال شوي دي.
په تيرو دولسوکلونوکې له ناخوالو او نيمګړتياوو له شتون سره سره اوسني دولت د ولسواکۍ د پراخ بنسټه کولو په تګلوري کې ښه برياليتوبونه لري.
د مخالفو سياسي ګوندونو آن د هغوکسانو په ګډون چې يو وخت له دولت سره په وسله وال مخالفت کې و؛ د سياسي ګوندونوفعاليت زغمل کيږي.
يوشمېر مخالفې څيرې د افغانستان په پارلمان کې شتون لري او دولت په زيات زغم سره د هغوى نقد او انتقاد مني. همدا اوس په افغانستان کې شپيته سياسي ګوندونه ثبت شوي دي او څلور زره څلور سوه يو اويا ټولنيزو سازمانونو د فعاليت اجازه ترلاسه کړې ده او د هيواد په بېلابېلو سيموکې دوه ديرش زره پرمختيايي شوراګانې فعالې دي.
په دې موده کې د افغانستان دولت وکولاى شول له پټو اوڅرګندو ستونزو سره سره  چې د بهرنيو لاسوهنو زيږنده وې؛ دوه ځلې د جمهوري رياست، ملي شورا او د ولايتي شوراګانوانتخابات ترسره کړي او د خلکو د ارادې درناوى وکړي او اوس د جمهوري رياست دريم انتخابات د ترسره کيدو په درشل کې د. هغه انتخابات چې جمهور رييس کرزي په هغوکې دبهرنيو لاسوهنو په نسبت انديښنه لري اوخبر دارى ورکوي چې په هغوکې هيڅ راز بهرني لاسوهنه به ونه زغمي.
دغه راز حامدکرزي په خپلې دغې ويناکې يوځل بيا په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولوکې د امريکا او پاکستان د محوري رول يادونه وکړه او هغه خبرې يې تکرارې کړې چې دغه دواړه هيوادونه دې بايدپه افغانستان کې دثبات په ټينګښت  کې له خپل  نفوذ او امکاناتو څخه استفاده وکړي .
دسياسي کارپوهانوپه باور: دجمهور رييس کرزي دغه خبرې دافغانستان راتلوونکى مشرتابه ته يو څرګند پيغام لري څوهغه برياليتوبونه چې په تيرو دولسو کلونوکې دافغانستان دخلکوپه برخه شوي دي؛ نه يواځې وساتي؛ بلکې په افغانستان کې نوې دموکراسي ته پراختيا ورکړي او پياوړي يې کړي.
دغه راز له افغانستان څخه بهر ځينوکړيو د هغو ځانګړو ګټو په باب چې په دغه هيوادکې يې لري؛ د تيرو ديرشوکلونو له پرمختيا وروسته په مشخصه توګه په افغانستان د وخت د شوروي د سره پوځ له تيري وروسته هلې ځلې کړې دي چې دغه هيواد خپل مطيع وګرځوي. زموږ هيواد د هغوى په غوښتنه حرکت وکړي او دغه هيوادونه دغه تګلوري ته د افغانستان د کښلو په مقصدله ډول ډول پلمو، تګيو او برګيو فشارڅخه کار اخلي او د هرې ورځې په تيريدوسره په نوې پلمې سره  صحنې ته وردانګي. بايد د افغانستان خلک د خپل نوى مشرپه شتون کې دغه شان دسيسو ته متوجه و اوسي او د هغو په نسبت دې هوښيار و اوسي او ځان له زمانې او شرايطو سره سم عيار کړي او له هر راز ستونزو او چلنجونو سره مقابلې ته چمتو و اوسي چې دغه ټولنې به يې طرحه کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.