15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٤٤٧ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٤٤٧ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د ليندۍ ٢٤مه/باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په پکتیکا کې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کېږي

په پکتیکا کې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کېږي

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د پکتیکا په مرکز او څو ولسوالیوکې د شهیدانو پر...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۷ ترهګر وژل شوي دي

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر په تېرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۷ترهګر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانو جرګې درييسانو دکميټې غونډه جوړه شوه .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دمشرانو جرګې درييسانو دکميټې غونډه نن ددغې جرګې درييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ  جوړه شوه .
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په غونډه کې دعمومي غونډو داجندا دټاکنې په باب دخبرو په ترڅ کې پريکړه وشوه چې دقضايه قوې دتشکيل ، دندو او صلاحيتونو دقانون دتعديل په باب دجمهور رييس فرمان دې دروان کال دوري دمياشتې د ٢٦ نيټې دسه شنبې دورځې په غونډه کې او د ولايتي شوراګانو قانون  دروان کال دثور دمياشتې ددويمې نيټې په غونډه کې دتصويب په مقصد عمومي غونډې ته وړاندې شي او هم ټينګار وشو چې دلوړو زده کړو وزير دې دکانکور دکميټې له غړو سره دروان کال دوري دمياشتې د ٣١ نيټې  ديکشنبې دورځې  په غونډه کې دکانکور دنتيجو دڅرنګوالي او په دولتي پوهنتونونو او دلوړو اونيمه لوړو زده کړو په نورو بنسټونو کې دهغه دشاملانو دجذب په باب  دسناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي .
دغه راز په غونډه کې دکميسيونونو دکاري چارو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دارزګان له والي امان الله ارزګاني سره په داسې حال کې چې ددغه ولايت سناتور هم حاضر و ، وکتل .
په کتنه کې دارزګان والي دامنيتي حالت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دغه ولايت کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات دخلکو په پراخ ګډون سره په امن فضا کې ترسره شول او زياته يې کړه چې ددغه ولايت اوسيدونکي دپوهنې دنظام دپياوړتيا دټولګټو پروژو دبيا رغاونې او جوړولو او تر دهراود پورې دترينکوټ سړک دجوړولو غوښتنه کوي .
دسنامجلس رييس دده دتوضيحاتوله اوريدو وروسته دټولګټو پروژو دبيا رغاونې او جوړولو داړتيا په باب رڼا واچوله اوژمنه يې وکړه چې دارزګان دخلکو ستونزې او غوښتنې به له اړوندومسوولينو سره طرحه کړي او په پاى کې دمشرانوجرګې مډال هم ده ته ورکړى شو .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.