19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بلخ کې ۱۵ وسله  وال طالبان ووژل شول

په بلخ کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر د ۲۰۹ شاهین...

دهرات پولیسو د دریو چاودنو مخه ونیوله .

دهرات پولیسو د دریو چاودنو مخه ونیوله .

هرات دوږي ۲۹ باختر د هرات پولیسو پرون مازیګر د دریو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پاکستان د پښتنو د تضعيف لپاره په دوی کې مذهبي افراطيت او قومي کرکه تقويه کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه

امريکايی ديپلومات او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک معاون ولی نصر، په خپل وروستي کتاب کې ليکلي چې پاکستان د يو مستقل پښتني دولت له جوړېدو څخه سخته وېره لري. دی زياتوي، پاکستان په دوامدار ډول په دې وېره کې دی چې د هند په ملاتړ د بنګله دېش په څېر "پښتون دېش" رامنځ ته نشي. د پاکستان په شمال کې د پښتنو نشنليزم دغه هېواد ته ګواښ دی، په ځانګړي توګه په داسې حال کې چې نوی ډېلی له بيلتون غوښتنکو سره مرسته کوي.

باخترآژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي

ولی نصر ليکي، په څرګند ډول د پاکستان لپاره دا غوره ده، د دې پر ځای چې پښتانه د نشنليزم خوبونو ليدلو او داسې يو ليد درلودلو ته وهڅوي چې د هغه پر اساس سوېل او ختيز لور ته د پاکستان په يوه لويه برخه کې د يو جلا هېواد د جوړولو په فکر کې اوسي، بايد هغوی اسلام پالنې او په افغانستان او مرکزي آسيا کې د تاجکانو او ازبکانو پرخلاف جګړې ته تشويق کړي.

ولي نصر د خپلې ليکنې په ادامه وايي، د ډير تعجب وړ خبره نه ده چې ولې پاکستاني جنرالان د طالبانو د له منځه وړلو لپاره لږه لېوالتيا لري. دا هم پټه خبره نه ده چې ولې اسلام آباد د افغانستان خپلواک دولت په اړه دومره شکمن دی چې امريکا د ۲۰۰۱ ميلادي کال په وروستيو او د ۲۰۰۲ ميلادي کال په پېل کې، طالبان له واکه راوپرزول.

Last modified on Monday, 14 April 2014 17:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.