17 May 2012

RSS Facebook

دپارلمان په وړاندې مظاهره وشوه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

نږدي دوه سوه تنو عالمانو ، زده کوونکو او ځوانانو نن دپارلمان ددروازو په وړاندې په  مظاهرو لاس پوري کړ او دهغو امريکايي عسکرو له محاکمه  کيدو سره دملي شورا دملاتړ غوښتنه يې وکړه چې  پرون يېدبګرام په اډه کې قرآن مجيد ته اور واچاوه .

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطﻻعاتي اژانس ته خبرورکړ مظاره کوونکو د ( الله و اکبر )  په نارو اوامريکايي ضد شعارونو په ورکولو سره  له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دوتلو او دهغو کسانو دمجازاتو غوښتنه وکړه چې قرآن مجيد ته يې اور اچولي دي او داسلامي امت زړه يې ټپي کړي دي .

دسنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار دمظاهره کوونکو څنګ ته په ورتګ سره  ددغې پيښې په غندلو کې  دمشرانو جرګي  دسخت دريځ او ددغې موضوع  دڅيړنې په مقصد دمشرانو جرګي دهيئت دټاکنې اوپه دي اړوند  دهيواد له  جمهوررييس  سره سبا دملي شورا دغړو دکتنې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې امريکايي مقاماتو ددغې پيښې په باب بخښنه غوښتې ده  او داکاريې دامريکا داردو رسمي دريځ نه ، بلکي  دڅو تنو سرتيرو فردي  دريځ بللي دي  چې په دغه شان ناوړه عمل يې لاس پوري کړي دي .

 خو دمشرانو جرګه دستاسو په شان  ددغې پيښې دعاملينو دسختو مجازاتو غوښتنه کوي اوپيښه تعقيبوي .

ايزديار سوله ييزي مظاهرې دهر افغان حق وباله  خوله هغوى څخه يې وغوښتل چې په دغه شان غونډو کې بايد په تاوتريخوالې لاس پوري نه شي

 او دخپلو مسلمانو هيوادوالو  آرامي  چې ټول ګډي غوښتنې لرو ګډه وډه کړو.

دغه راز دمولوي شاه اغا په گډون دپروان  دولايتي شورا يوشمير استازو او عالمانو دمشرانوجرګي له لومړي نايب محمد علم ايزديار، منشي  عبدالولي راجي او ځينو غړو سره په کتنه کې   دامريکايي  سرتيرو له خوا دقران مجيد دسوځولو په باب  خپګان څرگند کړ اوددغې پيښې دعاملينو دمحاکمه کولو لپاره يې دپروان دخلکو غوښتنه طرحه کړه .

 دمشرانو وجرګي لومړي نايب دغه راز ددغې موضوع په غندلو  اودهغې دعاملينو دمجازاتو دبهير په تعقيبولو کې  دمشرانو جرګي ددريځ ژمنه وکړه او ويې ويل  چې دسنامجلس ديني مقدساتو ته هيڅ راز بې حرمتي  نه زغمي . اودخپلې انديښنې مراتب يې په جدي توګه دافغانستان ددولت له مشرتابه او نړيوالو مرکزونو سره طرحه کړي او طرحه کوي يې .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.