کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
ولسي جرګي دبګرام په اډه کې دميشتو بهرنيو ځواکونوله خوا دقرآن کريم دنسخو دسوځولو عاملين په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل. .
دولسي جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې دعبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه دپخواني شوروي اتحاد ديرغلګرو پرخلاف د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتي په دريمه نيټۀ دکابل دخلکو پراخ پاڅون دخلکو دازادي غوښتنې او دعدالت غوښتنې دچېغو څرگندوى وباله .
دولسي جرګي رييس په دې ورځ دکابل ښار دخلکو دغه حرکت دهغوى دحق غوښتوونکو چېغو څرگندوى وباله چې دتيري کوونکوله منګولو څخه دهيواد دخلاصون په خاطر يې ترسره کړ او دخپلو پاکو وينو په تويولوسره يې دتاريخ په زړه کې تلپاتي حماسه رامنځته کړه .
دغونډي دکار په دوام وکېلانو هم د١٣٥٨ کال دکب دمياشتې په دريمه نيټه دکابل دخلکو دازادي غوښتوونکې خونړۍ پاڅون ددرناوي په ترڅ کې ، دبګرام په هوايي اډه کې دميشتو امريکايي ځواکونوله خوا دقرآن کريم سوځول ناوړه او شيطاني عمل وباله او ددوى دغه کار يې په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده .
دولسي جرګي غړو دامريکايي ځواکونو دغه کار داسلام دمقدس دين پرخلاف ستره توطيه وبلله او له جمهوررييس ، قضايه قوي اودافغانستان له کابينې څخه يې وغوښتل چې په هرترتيب ددغه ناوړه عمل عاملين ونيسي او په يوه اسلامي محکمه کې دې په علني توګه مجازات کړي .
دغه راز دخلکو ځينو استازو ددغه شيطاني اقدام دعاملينو دمجازاتو دغوښتنې ترڅنګ دهغو کسانو دمحاکمې غوښتنه هم وکړه چې دهيواد په بيلابيلوسيمو کې جوماتونو، ښوونځيو او مدرسو ته اور اچوي اودغو مقدسه اماکنو ته دبې حرمتي اودقران کريم اودديني کتابونو دسوځولو سبب کېږي .
په غونډه کې وکېلانو داسلامي هيوادونو دکنفرانس له سازمان اونړيوالو ټولنو اوپه تيره بيا دملګروملتو له سازمان څخه وغوښتل چې دغه پيښه دې په جدي توګه وڅيړي او عاملين يې دې ډير ژر مجازات کړي.
دغه راز په غونډه کې دکلام الله مجيد هغه نسخې چې دبګرام په هوايي اډه کې سوځول شوي دي دمجلس غړو ته وښودل شوې چې وکېلانوپه پرلپسې توګه دالله اکبر په نارو سره خپلې ولولي بيان کړي
دوکېلانو دڅرگندونوله مخې دبهرنيو ځواکونو دغه جنايتکارانه عمل چې دمليونونو تنو مسلمانانو دولولو دټپي کېدوسبب شوي دي يوازي په بخښنې سره دمنل وړ نه دي اوبايد عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي شي.
دولسي جرګي غړو له پراخو خبرو وروسته په څلورو ماده کې يو پريکړه ليک هم دبهرنيو ځواکونو ددغه عمل دغندلو په اړوند صادر کړ.
په پاى کې پنځه تنه وکېلان موظف کړاى شول چې دبګرام پوځي اډې ته لاړشي موضوع دې په دقيقه توګه وڅيړي او خپل رپوټ دې دولسي جرګي عمومي غونډې ته وړاندې کړي .

