17 May 2012

RSS Facebook

عبدالروف ابراهيمي دمظاهره کوونکو له يوشمير استازو سره وکتل

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

دولسي جرګي رييس  عبدالروف ابراهيمي نن دمظاهره کوونکو له يوشمير استازوسره  دملي شورا په مقر کې وکتل .

دولسي جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې دولسي جرګي ر ييس په دې ترڅ کې چې دقران کريم سوځول  يو ناوړه  او داخلاقي او انساني موازينوپرخلاف عمل وباله ، مرتکبين يې په ډيرو سختو الفاظوسره  وغندل .

 ده دغه راز مظاهره کوونکي  آرامي او زغم ته وبلل او ويې ويل  هلې ځلې وکړي  په حقايقو په سمه توګه پوه شي  چې ددغې پيښې ترشا ددسيسه ګرو په توګه ددغه هيواد او نظام  ددښمنانو لاس نه وي ، دافغانستان مسلمان ملت اوپه ملي شورا کې دهغه استازي  خپلو ديني او مذهبي مقدساتو اوشعايرو ته دبي حرمتي په وړاندې  بې توپيره نه دى  لکه څنګه چې ولسي جرګي په خپلې نننۍ  عمومي غونډه کې دقران عظيم الشان دسوځولو اوسپکاوي  دعاملينو دغندلو په مقصد يو پريکړه ليک صادر کړ چې په هغه کې  له  حکومت څخه غوښتل شوي دي  چې موضوع دې په جدي توګه وڅيړي  او عاملين يې اسلامي محکمې ته وسپاري .

وروسته څوتنو دمظاهره کوونکو په استازيتوب خبري وکړي او ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې   او په  اسلامي محکمه کې دهغو دمحاکمې اوله هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو غوښتنه يې وکړه .

دوى ټينګار وکړ تر هغه وخته پوري چې دقران عظيم الشان دسوځولو عاملين دقانون منګولو ته ونه سپارل شي  مظاهري يې دوام کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.