کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دناټو ځواکونو لوى قوماندان دبګرام په هوايي ډگر کې يوې نسخې قران شريف ته دسپکاوي له امله دافغانستان له دولت اوخلکو څخه په رسمي توګه بخښنه وغوښتله نن هم په کابل اودهيواد په ځينو نورو ښارونو کې زيات شمير خلکو په مظاهرو لاس پوري کړ او ددغې پيښې دعاملينو دمجازاتو غوښتنه يې وکړه يوشمير غوسه ناکو خلکو نن په کابل ، پروان ، ننګرهار اوميدان وردګو کې په بګرام کې دميشتو بهرنيو ځواکونو ديوشميرعسکرو دکړو وړو پرخلاف چې قرآن عظيم الشان ته يې سپکاوي کړي دي په مظاهرو لاس پوري کړ چې په ځينو مواردو کې دغه مظاهرې په تاوتريخوالې واوښتي او مرګ ژوبله يې هم واړوله .
دعامې روغتيا وزارت دمرکزي روغتونونو درييس ډاکتر سيدکبير اميري دڅرگندونوله مخې دکابل په نننيو مظاهرو کې يوولس تنه ملکې وګړي ټپيان اوروغتونونو ته ليږدول شوي دي .
دده دڅرگندونوله مخې يو ټپي په روغتون کې سا ورکړې ده .
ډير زيات تاوتريخوالې دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ په هغه ځاى کې رامنځته شو چې يوشمير مظاهره کوونکو چې امنيتي ځواکونو يې ماجرا غوښتوونکې کسان بولي هلې ځلې وکړي چې دولسوالۍ دودانۍ ته ننوځي چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت اوغبرگون سره مخامخ شول.
دپروان ولايت دشينواري ولسوالۍ سيمه ييزو و مسوولينو په دغې ولسوالۍ کې په نننيو پيښو کې دشپږو تنو وژل کېدل او دڅورالسو تنو ټپي کېدل تائيد کړل. .
مظاهره کوونکې وايي چې پوليسو په دوى ډزې کړي دي په داسې حال کې چې پوليس ، مظاهره کوونکې دتاوتريخوالې عامل بولي ، په شينواري ولسوالۍ کې سيمه ييز مسوولين وايي چې دخلکو دټولنې ترمنځ ورانکارو اواستفاده کوونکو اشخاصو شتون درلود چې دمظاهري په تاوتريخوالې بڼه لرله مظاهره کوونکو ښار ته غځيدلي واټونه وتړل او هلې ځلې يې وکړي چې دولايت دمقر په لور خپله لاره پرانيزي ويل کېږي چې په جلال اباد ښارکې پنځه تنه ټپيان شوي دي .
دننګرهار پوليسو ددوو تنو ټپي کېدل تائيدوي او وايي يو ټپي يو کوچني ماشوم دى چې دخلکو دګڼې ګوڼې له امله ټپي شوى دى خو په کابل کې دنننيو مظاهرو ډير زيات فشار پوليسو په غاړه واخيست.
دکابل دختيځوساحو دهغه ځاى اوسيدونکې چې دبهرنيو ځواکونو زياتره قرارګاوي اوتاسيسات پکې دي دکابل _ جلال اباد لاره وتړله دوي امريکايي ضد شعارونه و رکول او دښار دمرکز په لور يې لاريون وکړ او دپوليسو اودبهرنيو ځواکونو په تاسيساتو يې دډبرو ګوزارونه وکړل.
دغه راز مظاهره کوونکو دپوليسو په هغو افرادو اووسايطو چې دامنيت دتامينولو په مقصد ساحي ته استول شوي وو په ډبرو سره بريدونه وکړل.
دکابل دپوليسو مقاماتو تائيدکړه چې په دې پيښه کې دنننيو پيښو په بهيرکې دپوليسو يوشمير افراد ټپيان شوي دي .
دغه راز دارزګان اوهلمند دولايتونو يوشمير هغو زده کوونکو چې په کابل کې زده کړه کوي دکابل پوهنتون څخه دملي شورا په لور لاريون وکړ دپوليسو مسوولين وويل چې ددغو زده کوونکولاريون تاوتريخوالې نه درلود اوپنځه تنه يې دنورو په استازيتوب دپارلمان مقر ته لاړل چې خپلې نظريې يې دخلکو له استازو سره شريکې کړي.
دکابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يوشمير خلکو دکابل _ چاريکارو لاره دلنډي مودي لپاره وتړله خو وروسته خواره واره شول.
په لوګر کې د نننيو مظاهرو کې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول،
دبرکي برک ولسوال سيد وکېل اغا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې مظاهره کوونکو ترمنځ وسله وال کسان هم وو دوى دپوليسو په افراو ډزې وکړي چې له امله يې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول،.
نننۍ مظاهرې په هغو سيمو کې دجدي ستونزو درامنځته کېدو سبب شوي چې مظاهري پکې وشوي يو تن چې له جلال اباد څخه کابل ته راغلي و وويل په دې نه پوهيږي چې ددغه شان مظاهرو منطق په کوم ځاى کې دي يو بهرني په قصدي ډول اويا په تيروتنې سره زموږ دمقدساتو پرخلاف عمل کوي خو موږ ځان وژنو اوځان ته اور اچوو او ځان اوهيوادته زيان رسوو.
زه له هغو کسانو څخه چې نن يې په تاوتريخوالې لاس پوري کړ پوښتنه کوم چې دوى په خپلو نننيو کړنو سره څه ترلاسه کړل پرته له دي چې په سيمه کې يې مشخصي استخباراتي کړي يې خوشحالې کړي او څو تنه بهرني ماجرا غوښتونکې يې هدف ته ورسول.
که چېري نن څه ويجاړشول دافغانانو و که چېري څوک ووژل شو افغان و آيا کولاي شو دغه شان مظاهرې توجيه کړو په د اسې حال کې چې داسلام مبين دين په دغه شان مواردو کې خپل حکمونه اولارښوونې لري او هڅکله يې په سړى وژنې او ورانکاري حکم نه دى کړي .

