17 May 2012

RSS Facebook

دحج اوقافو وزارت ابلاغيه!

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

لوى خداى    ((ج)( فرمايي  : ژباړه :  ما قرآن کريم نازل کړي دي او زه يې ساتونکي يم  . دا يو انکار نه منونکي حقيقت دى چې قرآن کريم په بيلابيلو بڼو اوډولونو  په حفظ او امان کې دى ، په مليونونو تنو انسانانو هغه په خپلو  زړونو کې حفظ کړي دي  په مليونونو نسخي يې په ليکلي ، صوتي اوتصويري ډول شته  .

په ژورې خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې  په بګرام کې يوه زړه بوږنونکي پيښه رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې يې ځيني ديني کتابونه او دقران کريم څو نسخې سوځيدلي دي.

دحج او اوقافو وزارت په  داسې حال کې  چې دغه ناوړه،  شيطاني اوغير مسوولانه عمل غندي دماجراغوښتونکو اوفتنې اچوونکو کسانو دتحقيق ، څيړنې او محاکمه کولو  غوښتوونکي دي  چې په راتلوونکي کې ددغه شان جنايتونو چې دفتنې اوفساد سبب کيږي مخه ونيول شي او دافغانستان ديندارو خلکو ته سپارښتنه کيږي  چې له هر هغه حرکت   څخه ډډه کړي چې  دعامه اوخاصه ملکيت  دله منځه تللو  او دبيګناه اشخاصو  په نفس ، مال  او عرض دتيري اوتعدي سبب شي . ځکه هر هغه عمل  چې دبيګناه اشخاصو دځورونې سبب شي   داسلام دمبين دين دحکمونو او اساساتو مخالف دي او لازمه ده چې مسلمانان له هغه څخه ډډه وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.