11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې ۴ ماشومان شهیدان شول

کابل / دلېندۍ۲۰ /باختر څلور ماشومان پرون مازیګر په...

په بګرام کې چاودنه وشوه

کابل / د لېندۍ٢٠مه / باختر : د بګرام دهوايي ډګر...

د هوا حالات

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر د هوا پوهنې ادارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د الله ګل مجاهد د موضوعګانو د څيړنې په خاطر يو هيئت موظف شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٧ :
لويې څارنوالۍ په پارلمان کې د خلکو په استازي الله ګل مجاهد پورې د اړوندو موضوعګانودڅيړنې په خاطر يو هيئت موظف کړى دى.
د لويې څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي نن د باخترآ ژانس خبريال سره ددغه ټکى په څرګندولوسره وويل: دغه هيئت مکلف دى دکابل دنوى ښار له پرانستلو وروسته په دغه ښارکې مظاهرو ته د سازمان ورکولو، د ده  او د ده د همکارانوله خوا د حاجي نوروز د وهلو او ډبولو، د ځمکې د غصب او د پخواني شوروي اتحاد د سفارت ترڅنگ د يوې قطعې ځمکې  دپلورنې  او د هغې د بيې په پيسو د مزو چړچوپه اړوند دوسيې د لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ له خوا وڅيړي.
د لويې څارنوالۍ ويندوى زياته کړه: لويه  څارنوالي دغه ادعا ردوي او څرګندوي
چې د پخواني شوروي اتحاد سفارت ته څېرمه هيڅ ځمکه نه ده پلورل شوې. که چيرې مجاهد غواړي په دې باب کوم سند ولري؛ وړاندې دې کړي. له دې پرته  له غير مسوولانه څرګندونو څخه دې ډډه وکړي.
په همدې حال کې د لويې څارنوالۍ ادارې دتحقيق په بهيرکې دشفافيت په خاطر له مشرانو جرګې څخه غوښتي دي چې يو شخص دې د استازى په توګه دهيئت ترڅنګ موظف او معرفي کړي .
د لويې څارنوالۍ د ويندوى دڅرګندونوله مخې: تراوسه پورې مجاهد ددغې ادارې
له لارې څلور ځلې جلب شوى دى، خو دى نه دى حاضر شوى .
ده د ولسي جرګې له رييس او اداري هيئت څخه وغوښتل چې دقانون دتنفيذ دمرجع د حکم د تطبيق په خاطر دې هغه د ځواب ورکولو په خاطر لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.