دبګرام په هوايي ډگر کې دقران عظيم الشانه دسوځولو له دردونکي او شرمونکي پيښې وروسته ولسي جرګي ددغه سپکاوي دغندلو اودپريکړو دصادرولو په ترڅ کې ددغې اسلامي ضد پيښې دعواملو او انګيزو دڅيړنې په لاره کې يوهيئت موظف کړي او دپيښې ځاى ته واستاوه .
دولسي جرګي هيئت دپروان ولايت له مسوولينو اوولايتي شورا اوله ټولو مجاهد اومسلمانو خلکو څخه غواړي چې ددغه جنايت دمواصلو ترروښانه کيدو پوري دې خپله ارامي وساتي چې دخلکو دښمنان دخلکو له پاکو ولولو څخه ناوړه استفاده ونه کړي.
ديادونې وړ ده چې دناټو لوى قوماندان اومقاماتو ژمنه کړې ده چې ددغه جنايت دعاملينو په محاکمه کولو اقدام کوي .
په اوس وخت کې دپيښې عاملين نيول شوي دي او پوښتنې اوڅيړنې دوام لري.

