17 May 2012

RSS Facebook

حامد کرزی: د هېواد امنیتي ځواکونه باید د مظاهرو په ترڅ کې له تاوتریخوالي څخه کار وانخلي او د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب ٣ مه

دافغانستان د اسلامي  جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي د چارشنبې په اعتراضيه لاریونونو کې پر ملکي تلفاتو سخته خواشیني وښوده.

 جمهور رییس په داسې حال کې چې سوله ایزې مظاهرې د خلکو حق بولي، پر ټولو وطنوالو غږ کوي چې له خشونت او تاوتریخوالې  څخه په کلکه ډډه وکړي. د چارشنبې په اعتراضيه مظاهرو کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوي زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

جمهور رییس حامد کرزي په دې هکله د هېواد د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره مکرر تماسونه ونیول او هدایت یې وکړ چې په دغو مظاهرو کې د هېواد والو د وژل کیدو په هکله جدي تحقیقات وکړي او بیا یې ډېر ژر نتیجه د جمهوري ریاست مقام ته وسپاري، په تيره بيا د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې باید ډېر ژر دغه تحقیقات ترسره شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس به سبا پنجشنبه د هغه هېات راپور واوري چې بګرام ته یې د مولوي محی الدین بلوچ په ریاست لیږلی ؤ او د راپور تر اوریدو وروسته به په دې هکله لازم هدایات صادر کړي.

 حامد کرزی یو ځل بیا په داسې حال کې چې د مسلمانو هېوادوالو په غم کې ځان شریک بولي، له دوی څخه غواړي چې د تحقیقاتو د نتایجو تر نهايي کیدو پورې له صبر څخه کار واخلي. جمهور رییس حامد کرزي د هېواد امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړ چې پر مظاهره کوونکو باندې له تاوتریخوالي څخه کار وانخلي او د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.