کابل باختر دثور اته ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت معين عتيق الله عاطف مل دخپلې ډاډګيرنې مراتب د تعذيت په دغه کتاب کې وليکل چې په ترکيه کې دسوما دډبرو سکرو دکان دقربانيانو ددرناوي په خاطر په کابل کې دترکيې جمهوريت په سفارت کې پرانستل شوي و .
دبهرنيو چارو وزارت دويندوي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ عتيق الله عاطف مل دافغانستان داسلامي جمهوريت دخلکو او حکومت په استازيتوب د ډيرې ژورې خواشينۍ او خپګان مراتب ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې په اړوند دترکيې جمهوريت خلکو او حکومت ته څرګند کړي دي .