17 May 2012

RSS Facebook

ناو‌ړه اعمال دامریکا دمتحده ایالاتو د اردو دنظر نماینده ګی نه کوی

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

 دبګرام دهوایی ډګر دپیښی په باب دامریکا دمتحده ایالاتو دحکومت دمامورینو دڅرګندونو یوڅوټکی

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویندوی توریا نولاند وویل له دغی پیښی څخه دخبر له ترلاسه کولو سره جوخت جنرال آلن په رسمی توګه بخښنه وغوښته او دغه پیښه یی په سختو الفاظو وغندله

دآیساف دځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن دبګرام دهوایی اډی دپیښی په باب په رسمی توګه بخښنه وغوښته او یوه وینایی صادره کړه چې د لیون پانیتا له وینا سره تعقیب شو

ده څرګنده کړه چی ددغه کړه وړه له امله چی دافغانستان او دټولی نړی خلک ځوریدلی دی دامریکا دمتحده ایالاتو له خوا بښنه غوښتی ده

هغه کړه وړه چی موږ ټول یی غندو او هغه کسان چی ددغی پیښی مسوول وپیژندل شی وبه نیول شي

دسپینی ماڼی ویندوی وویل جنرال آلن او دامریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا دواړو نن سهار ویناوی لرلي او موږ کولای شو یوازی هغه څه چی دوی وایی منعکس کړو چی موږ دافغانستان دخلکو څخه بښنه غواړو او دغه شان عمل په سختو الفاظو غندو

دایوه ډیره ناوړه پیښه وه چی مونږ د اردو زیات درناوی چی دخلکو ددینی عقیدو په وړاندیې لری نه منعکس کوی

ددغه غیرقصدی عمل او چلند له امله لکه څنګه چی ما یادونه وکړه زموږ پوځی مشران بخښنه وغښته او آیساف څیړنه کوی چی پوه شی څه پیښه رامنځته شوی ده او ډاډ راکړی چی په راتلونکی کې داسې اقدام کیږی چه دغه شان پیښی بیا نه رامنځته کیږی

دغه شان اعمال دامریکا دمتحده ایالاتو د اردو دنظر نماینده ګی نه کوی او موږ له استثنا پرته دافغانستان دخلکو دعقایدو به وړاندی درناوی لرو او هغه رعایتوو

موږ دافغانستان له حکومت سره په ګډه ددغی موضوع دتحقیق په باب د جنرال آلن داقدام ملاتړ کوو

ددغه تحقیق وروستی نتیجی په دقت سره کتل کیږی چی ډاډ ترلاسه شی چی موږ ټول ضروری او مناسب اقدامات ترسره کوو چی دغه عمل هیڅ کله بیا ترسره نشی

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.