21 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمداشرف غني: نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري

کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

مطبوعاتي اعلامیه

٣٩- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د افغانستان پخواني...

په غزني کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣٨- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دپاکستاني پوځيانو هوايي او راکټي بريدونه د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتيا او واکمنۍ څرګند تيرى دى او دوام يې کولاى شي ناوړرې پايلې ولري.
د باختر آژانس مبصر ليکي: له څو مياشتو راپه دې خوا پاکستاني پوځيانو د افغانستان د جنوب او ختيځ په ځينو ولايتونو د توپونو او توغنديو بريدونه کوي او دغه بريدونه زياتره د کونړ او نورستان په ولايتونوکې محسوس دي چې کولاى شو هغه يو څرګند تيرى وبولو. يوازې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې دکونړ په ولايت څه دپاسه زرځلې راکټي بريدونه شوي دي.
پرون دغه تيرى خپل بل پړاوته ورسيد او پاکستاني هليکوپټرونو هم زموږ په هوايي حريم تيرى وکړ او د کونړ ولايت په يوې سرحدي ولسوالۍ د دغو هليکوپټرونو د بمباريو له امله زموږ څلورتنه هيوادوال شهيدان شول او د استوګنې لس کورونه ويجاړشول.
د هغې مودې په بهيرکې چې د ډيورنډکرښې ته څېرمه دکونړ ولايت په سرحدي ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه او د توپونو ډزې دوام لري؛ د افغانستان دولت هلې ځلې کړې دي چې دغه ستونزه د يوې آرامې ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مقاماتو په دې اړوند خپل رسمي اعتراض په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاره.
دغه راز دغه ستونزه د پاکستان د اردو له لوى درستيز سره چې تېره اوونۍ يې کابل ته سفر وکړ؛ طرحه شوه.
د پاکستان د تيري او زموږ په حريم د تيرې ستونزه د افغانستان او پاکستان د هيوادونو او د آيساف د قوماندانۍ په درې اړخيزه غونده کې هم د خبرو وړ يوه مسئله وه چې د روان کال د ثور د مياشتې په نولسمه نيټه په کابل کې جوړه شوه او په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د نړيوالو ځواکونو له لوى قوماندان په احضارولو سره د دغو بريدونو په برخه کې د توضيحاتو غوښتنه وکړه.
دا ټول ښيي چې د افغانستان دولت هلې ځلې کوي چې اوسنۍ ستونزه له ديپلوماتيکي او تفاهم له لارې حل شي، خو دغو هلوځلو کومه نتيجه نه ده ورکړې.
پرون زموږ د هيواد په هوايي او ځمکنۍ حريم د تيري مسئله د ولسي جرګې په غونډه کې چې د امنيتي مسوولينو له استجواب سره يوځاى وه؛ وڅيړل شوه او د مسوولينو ځواب ونه کړاى شول د مجلس غړوته قناعت ورکړي.
هغه څه چې د کونړ ولايت سيمه ييز مسوولين او د هيواد امنيتي مسوولين په ډاګه کوي؛ دا دي چې پاکستانيان د خپلو بريدونو د ترسره کولو لپاره موجه دلايل نه لري.
په افغانستان کې امنيتي کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو په سازمان پورې اړوندې وسله والې ډلې په دستوري او ساخته ګي ډول کله نا کله د پاکستان د سرحدي مليشو په پوستو بريدونه کوي او پاکستاني پوځيان په دې پلمه ګنې دغه بريدونه دپاکستان له خاورې څخه شوي دي، په راکټي بريدونو او د توپونو په ډزو لاس پورې کوي. په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځيانو هدف د ډيورنډ د کرښې له دواړو غاړو څخه د اصلي اوسيدونکو او د سيمه ييزو خلکو شړل او په دغه ځاى کې د القاعده د افرادو او د پاکستاني طالبانو ميشت کول دي چې وښيي ګنې تروريستان د افغانستان په خاوره کې دي او دا پاکستان دى چې تروريستي بريدونه پرې کيږي.
دغه راز پاکستان هلې ځلې کوي چې په نورستان او کونړکې د ډيورنډکرښې ته څېرمه د ډار اچوونکو د تګ راتګ لپاره يو دهليز جوړ کړي چې دوى د نورستان او کونړ له لارې بدخشان او تخار ته تګ راتګ وکړي او د افغانستان په شمال کې هم امنيت لړځنده کړي.
هغه څه چې وويل شول؛ هغه استخباراتي پروګرامونه دي چې له څرګندو بريدونو او تيريو سره يوځاى دي چې د افغانستان د خلکو مورال او د دوى ولولو ته يې زيان رسولى دى .
که چيرې دغه بريدونه په سملاسي ډول او له ډيل پرته بند نشي؛ يرغلګراو تيري کوونکي به زموږ د امنيتي ځواکونو له چټک غبرګون او وګړني پاڅون سره مخامخ شي او دا کيداى شي ناوړې پايلې ولري او د دواړو مسلمانو، ګاونډيو او ګډې ژبې لرونکو هيوادونو ترمنځ واټن زيات کړي.
ښه به وي چې د پاکستان سياستوال له سياسي تعقل څخه کار واخلي او د خپل هيواد د پوځيانو ماجرا غوښتنې پاى ته ورسوي او رامنځته شوې ستونزې دې د تفاهم او خبرو له لارې حل کاندي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.