14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررييس فرمان

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د ١٣٩٣کال دغبرګولي د مياشتې د ٢٤نيټې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په بهيرکې دامنيتي ځواکونو د چال چلند داصولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامد کرزي فرمان !
لومړۍ ماده :
(١)  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه  او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي د١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې د ٢٤نيټې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيونونو دمرکزي او ولايتي دفترونو او کارکوونکو ، درايې ورکولو دمرکزونو او درايو دشميرنې د مرکزونو دډاډمن امنيت دتامينولو  او په دغو انتخاباتو کې دخلکو دپراخ ګډون په مقصد لازم تدبيرونه ونيسي .
(٢)  د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه مکلف دي چې دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو له خپلواکو کميسيونونو سره  لازمه همکاري وکړي اوددغو کميسيونونو دغوښتنې له امله ،  اړونده امنيتي ځواکونه  د دوى دمرکزي اوولايتي دفترونو، درايو ورکولو دمرکزونو او ځايونو  او دانتخاباتو دتدارکاتي کاروانونو دامنيت دتامينولو په مقصد موظف کړي.
(٣)   دملي دفاع اود کورنيو چارو وزارتونه او  دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې ددويم پړاو انتخاباتو په بهيرکې دښځو دلازيات اوفعال ګډون په لاره کې  د رايې ورکولو په ښځينه مرکزونو او ځايونو کې دې ښځينه موظفين  وګوماري .

دويمه ماده  :
امنيتي ځواکونه دې د دويم پړاو انتخاباتو په تامينولو پورې اړوندې سپارل شوې دندې دقانون له حکمونوسره سم او دبيطرفۍ داصل په رعايتولوسره اجرا کړي او دهيڅ يو نوماند پلوى ونه کړي.
دريمه ماده :
امنيتي ځواکونه دې دورسپارل شويو دندو داجرا کولو په وخت کې د رايې ورکوونکو ، نوماندانو ،  کتوونکو، مشاهدينو اود رسنيو دکارکوونکو انساني کرامت او قانوني حقوق رعايت کړي  چې هغوى وکولاى شي له خپلو قانوني حقوقو څخه ګټه واخلي.
څلورمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي دورسپارل شويو دندو داجرا کولو په وخت کې له هر رازقومي ،  نژادي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني  او مذهبي تبعيض او تعصب څخه ډډه وکړي .
پنځه ماده :
امنيتي ځواکونه دې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو په چاروکې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي اوپه خپل سر د رايې ورکولو او درايو دشميرنې مرکزونو او ځايونو ته له ورتګ څخه هم ډډه وکړي. داړتيا په صورت کې کولاى شي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي يا ولايتي مسوولينو له موافقې وروسته دغو مرکزونو ته ننوځي .

شپږمه ماده :
امنيتي ځواکونه  مکلف دي درايو ورکولو  او درايو دشميرنې مرکزونو او ځايونو ته دمقاماتو  دوسله والو ساتوونکو او ددولتي ادارو دکارکوونکو او دغيرمسوولو وسله والو کسانو  دورتګ  په جدي توګه مخه ونيسي .
اوومه ماده  :
(١)  امنيتي ځواکونه مکلف دي دهغومعلوماتواوسندونومحرميت چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون دوظيفوي غوښتنو له مخې دوى ته وړاندې کوي، وساتي او يوازې دموافقه شويو هدفونو دتحقق په مقصد ، استفاده  وکړي او نه شي کولاى هغه  خپاره يا مشخص نوماند ته  وړاندې کړي.
(٢)   امنيتي ځواکونه مکلف دي، دهر راز اطلاعاتو دترلاسه کولو په صورت کې  چې په انتخاباتي فعاليتونو باندې اغيزمن  وي ، هغه  په ډير لنډ ممکن وخت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون مرکزي يا ولايتي مسوولينو ته وړاندې کړي.
اتمه ماده :
امنيتي  ځواکونه دې د ورسپارل شويو دندو داجراکولو په وخت کې په هڅو اوهاند سره دډله ييزو قهرجنو  او  له تاوتريخوالي ډکو حرکتونو  چې  دکړکيچ، اړو دوړ او دعامه نظم او امن د اخلال او د دويم  پړاو انتخاباتو دبهېر دګډوډيدو سبب شي، مخه ونيسي  اولازم او اغيزمن تدبيرونه ونيسي .
نهمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي د دويم پړاو انتخاباتو په ټول بهېرکې دې  د انتخاباتو او د انتخاباتي شکايتونو دخپلواکو کميسيونونوله کارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، نوماندانو ، کتوونکو ،مشاهدينو ، دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو  له کارکوونکو او دانتخاباتو په بهيرکې له نورو اړوندو اشخاصو سره  له ښه چلند اوغوره اخلاقو څخه کار واخلي .
لسمه ماده  :
امنيتي ځواکونه مکلف دي، ددويم پړاو انتخاباتو په بيلابيلو پړاونو کې دبې نظمۍ او اړو دوړ درامنځته کيدو په وخت کې دې دوسلو او دتاوتريخوالى له کارولو پرته حالات تر  کنترول لاندې ونيسي  او نظم اعاده کړي.
يوولسمه ماده :
که چيرې امنيتي ځواکونه په دغه فرمان کې له ليکل شويو اصولو  څخه  سرغړونه وکړي، دسرغړونې دتثبيت او داثباتيه سندونو او مدارکو دشتون په صورت کې دې  دعدلي څارنې په مقصد واکمنو مراجعو ته معرفي شي .
دوولسمه ماده  :
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه نافذ دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.