14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد يونس قانوني د تاجکستان له سفير سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل –باختر دغبرګولي د مياشتې ١٢
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن په کابل کې د تاجکستان له سفير ډاکتر شراف الدين امام سره  په خپله کتنه کې د افغانستان او تاجکستان د جمهوريت ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو د پراختيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيوتوب په  باب ټينګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د کار په دفترکې وشوه؛ د جمهوري رياست لومړي مرستيال د انتخاباتو د دويم پړاو د ښه ترسره کولو په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تياريو يادونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان خلک به په ټينګ هوډ سره د رايو صندوقونو ته لاړشي او د خپل ګران هيواد د مشرتابه  په ټاکنه کې د خپلو رايو په  کارولو سره به خپله اراده وښيي.
په دې کتنه کې په کابل کې د تاجکستان سفير ډاکتر شراف الدين امام دافغانستان دخلکو په نسبت د خپل ښه احساس د څرګندولو په ترڅ کې يادونه وکړه چې د افغانستان د خلکو مينه زموږ د خلکو په زړونوکې ځاى لري او  موږ افغانستان د خپل ښه ګاوندي په توګه بولو او هيله لرو چې بشپړثبات او امنيت په افغانستان کې ټينګ شي.
ده  دغه راز په خپلو پولوکې د دواړو هيوادونو د همکاريو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې موږ به په نږدې راتلوونکي د آمو سيند د پاسه له افغانستان سره په پوله کې يوبل پل جوړکړو چې د دواړو هيوادونو خلک وکولاى شي له هغې لارې تجارتي راکړه ورکړه  وکړي او د دواړو هيوادونو ترمنح د تګ راتګ لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.