09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبنديانو تبادله ، انتقادونه او دسولې دخبرو لپاره هيلي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پاريس \باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
له بندي طالبانو سره په تبادله کې دامريکايي عسکر خلاصون ، سره له دې چې ديو لړ انتقادونو  سبب شوى دى خو دفرانسپرس دخبري اژانس په ليکنه په داسې  شرايطو کې  چې امريکا له افغانستان څخه دوتلو لپاره تياري نيسي  دغه حرکت په سولې هيله زياته کړې ده.
په داسې حال کې چې له طالبانو سره له پنځه کلن  اسارت وروسته  دبو برګيدال روغتيايي حالت ډير خراب شوى و ، واشنګتن له بندي طالبانو  سره په تبادله کې دده دژوند دژغورنې  دفاع کوي له هغه وروسته چې دياغيانو مشرانو داکار يوستر برياليتوب  وباله دجمهوريت غوښتوونکو استازو په دغې تبادلې چې  خبر يې ديکشنبې  په ورځ  اعدام شو، انتقادکوي اووايي هغه پنځه تنه  طالبان چې دګوانتانامو په پوځي جيل کې بنديان وو  ټول يې دياغيانو مهمې څيرې  بلل کيدې  اوکولى شي بيا  دجګړې ډګر ته ورودانګي، اوامريکايان  له دغه هيواد څخه په بهير کې له ګواښ سره مخامخ کړي .جمهوريت  غوښتوونکي سناتور جان مککين چې په خپله هم په ويتنام کې دجګړې په بهير کې اسير شوى و  دغه بندي طالبان يې ددغې ډلې ډير مهم بنسټونه بللي دي اوويلي يي دي، دغه کسان ددې ځواکمني لري چې بيا دجګړو ډګر ته ورودانګي .
دفرانسپرس  خبري اژانس ليکي: خو دطالبانو دځان غوښتنو په پام کې  نيولو پرته دغه حرکت د ښه نيت څرګندوى دى .
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير  چاک هيګل  هيله کړې ده چې دغه حرکت له طالبانو سره دامريکا مستقيمو خبرو سبب شي  او دافغانانو په مشرۍ دسولې له هلوځلو سره مرسته وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.