04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزی لخوا دمصردعربي جمهوریت جمهور رئیس عبدالفتاح السیسی ته د هغه هېواد د جمهور رئیس په توګه د ده د انتخاب له امله په لاندې ډول د مبارکۍ پیغام استول شوی دی:
جلالتمآب عبدالفتاح السیسی، 
د مصر جمهور رئیس!
اجازه راګړئ د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ورور هیواد مصر د جمهور رئیس په توګه ستاسو د انتخاب له امله د خپلې مبارکۍ مراتب تاسو جلالتمآب ته وړاندې کړم.
هیله لرم د مصر د جمهور رئیس په توګه ستاسو د کار د مودې په جریان کې د دغه هیواد دوست ولس لا زیاتې ترقۍ او سوکالۍ ته ورسیږي او د افغانستان او مصر د خلکو ترمنځ موجوده دوستي لا پراخه او غښتلې شي.
په پای کې یو ځل بیا د خپلې مبارکۍ مراتب تاسو جلالتمآب ته وړاندې کوم، ستاسو د بریا او صحت او د مصر د خلکو د لا پرمختګ هیله کوم.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.