04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تسلیت پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزی، لخوا د ترکیې د جمهور رئیس عبدالله گل ته په جلال آباد ښارکې د هغه هیواد د دریو تنو انجنیرانو د وژل کیدو له امله په لاندې ډول د تسلیت پیغام استول شوی دی:
جلالتمآب عبدالله ګل،
د ترکیې جمهور رئیس!
په ډیرې خواشینۍ سره مې د دریو تنو ترکي انجنیرانو د وژل کیدو خبر چې تیره دوشنبه په ننګرهار کې د یوې انتحاري حملې له امله شهیدان شول تر لاسه کړ.
اجازه راکړئ په دې توګه د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دغې دردونکې پیښې له امله تاسو جلالتمآب او د قربانیانو کورینو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړم.
د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې به د تل په شان کلکې او دوستانه پاتې شي او یقیناً داسې ناوړه پیښې به دغه دوه وروڼه ملتونه لاسره نیږدې کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان او ترکیې د ګډو دښمنانو دغه ناوړه عمل یو وار بیا په کلکه غندم، تاسو جلالتمآب ته د ښې روغتیا، قربانیانو ته د جنت او د قربانیانو کورنیو او د ترکیې ورور ملت ته دجمیل صبر او سوکالۍ دعا کوم.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.