04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکۍ پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له خوا د ډنمارک د شاهي هېواد د صدراعظمې ميرمن هلي تورنينګ اشميت په نامه د دغه هېواد د ملي ورځې له امله د مبارکۍ پيغام ليږل شوى دى.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې پيغام کې ويل شوي دي: خوښ يم چې د افغانستان د خلکو په استازيتوب  د ډنمارک د شاهي هېواد د ملي ورځې په مناسبت د خپلو مبارکيو مراتب تاسو او د دغه هېواد دوست خلکو ته څرګندوم.
هيله لرم چې د افغانستان او د ډنمارک د شاهي هېواد ترمنځ دوستانه اړيکې په ټولو برخوکې لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي .
ستاسو روغتيا او برياليتوب او د دوست هېواد ډنمارک د خلکو نيکمرغۍ اوسوکالۍ زما هيله ده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.