06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سترې محکمې عالي شورا دپوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه اوه اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
د سترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
شورا لومړى دننګرهارولايت د استيناف محکمې د رياست په ودانۍ د تروريستانو
پرونى ځانمرګى بريد په کلکه وغانده او د دغو بريدونو د شنډولو په کارکې  د قاضيانو دمحافظت دقطعې دمنسوبينو او د ننګرهارولايت دنورو امنيتي ځواکونو ميړانه او زړه ورتيا چې د ځانمرګو يرغلګرو د ځپلو سبب شوې او د سر د زيانونو  او د مالي تاوانونو مخه ونيول شوه؛ وستايلې او د هېواد د زړوروامنيتي منسوبينو دبرياليتوب او سرلوړى دغوښتنې په  ترڅ کې يې تجويز ونيوه چې دننګرهار ولايت  د استيناف محکمې د رياست دقاضيانودمحافظت دقطعې قوماندان دې وستايل شي.
وروسته د قضايه قوې د پرستيژ د ساتنې او په سالمه توګه او له انحراف پرته   د عدالت  او د قانون د واکمنۍ په تګلوري کې د قضايي رسالت د اجرا کولو په مقصد تصويب شو چې دقضاوت له دندې پرته د قاضيانو اشتغال د شرعي اصولو، قانوني نصوصو او د قضايي آدابو پرخلاف دى او دوى نه شي کولاى   د دفاع د وکالت ، امامت  او په  جوماتونوکې د لمونځ  ورکولو او د نورو په ګډون  په دويمو دندو لاس پورې کړي. د دې کار سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخامخ شي .
دغه راز  د ديت د بيې د تثبيت په مقصد چې د عالي شورا له  خوا په  کلني ډول  ترسره کيږي ، له بېلابېلو بانکي او تجارتي  مراجعوڅخه دلازمو معلوماتو له ترلاسه کولو او د سترې محکمې د دارالافتاء د نظر په پام کې نيول سره، په روان کال کې هم ټاکل شوى او دارالانشا ته لارښوونه وشوه چې مراتب دې په متحدالمال ډول  محکمو ته ابلاغ کړي .
وروسته د رسيدلو استهداګانو د څيړ نې په لاره کې د حق العبدي په دعوا کې د قصاص د بخښنې د څرنګوالى په برخه کې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا  دارالانشا د لوى رياست د قانون د ساتنې او د قضايي چارو د ادارې  د استهدايې په باب غور وشو او د معتبرو فقهي مسئلو د قانوني نصوصو پربنسټ د قصاص د بخښنې په شرعي اغيزو  او پايلو پورې د اړوندو اړخونو د ديت د دعوا د اقامه کولو، د مقتول د وارثانو په تېره بيا د صغيرانو په وړاندې د مرتکب د وجيبو او مکلفيتونو او هم د دغه شان قضيو د جزايي اړخونو په څيړنې پورې د اړوندو مراتبو په باب لازمې لارښوونې وشوې .
دغه راز  د کابل ولايت دحقوقو د رياست داستهدايې له مخې چې دکابل  دتجارتي ابتدائيه محکمې له خوا په يوه مدعا بها کې د دوو  پريکړو د صادرولو څرګندويه ده، د مدني محاکماتو د اصولو د قانون په رڼا کې لارښوونه وشوه:  څرنګه چې دواړه پريکړې د دعوا د خاوندانو د قانوني مطالبانو پربنست صادرې شوې دي؛ له دې امله اوسني مدعي کولاى شي د ملکيت په اصلي ذواليد باندې چې دولت دى؛ دعوا اقامه کړي .
په همدې ترتيب د لويې څارنوالي استهدا ته په پاملرنې سره څرګنده شوه: په هغو قضيوکې چې دوه حکمونه يو په بل پسې په محکوم د تطبيق وړ وي؛ که چيرې  محکوم يوه موده له مودې څخه اضافه په لومړى محکوميت کې تيره کړې وي؛ دغه موده د ده د دويم محکوم بها په موده کې د محاسبې وړ ده او په دې برخه کې قانوني خنډ نشته .
دغه راز د کشفي بنسټونوله خوا دنشه يي توکو په جرمونوکې دټيلفوني مکالماتو د اوريدو په اړوند دنشه يي توکو د ابتدائيه محکمې د رياست د استهدايې په وړاندې، څرګنده شوه: د جزايي اجرااتو نوى قانون چې دغبرګولي د مياشتې له  ١٥نيټې څخه نافذ شوى دى؛ دموضوع په اړوند پوره صراحت لري، له هغه سره سم دې اجراات وشي .
عالي شورا دغه راز  په نظامي چاروکې د لويې څارنوالۍ د معاونيت په وړانديز وپتيله چې د فراه ولايت د نظامي ابتدائيه محمکې قضايي هيئت دې د نيمروز ولايت د نظامي منسوبينو د جرمونو د دوسيو د لومړنۍ څيړنې په مقصد دغه ولايت ته واستول شي  .
سربېره پردې په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د شپږو مواردو غوښتن ليکونو او په مدني او جزايي برخوکې دمحکمې دبدلون دديرشو مواردوغوښتن ليکونو په باب هم غور او څيړنه وشوه او په هر موردکې لازم تصميم ونيول شو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.