د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې دجمهوري رياست د را روانو انتخاباتو په باب خبرې وشوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د سنامجلس د دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې  يوځل بيا د جمهوري رياست د را روانو انتخاباتو د مسئلو او د بغلان ولايت  د سيلاو ځپلو د سر د زيان  او مالي تاوان د زياتوالي دموضوعګانو په باب خبرې  وشوې.
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ:
دغونډې رييس رفيع الله ګل افغان او نورو غړو د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د سياسي او ټولنيز ارزښت په باب چې ټاکل شوې ده د روان کال  د غبرګولي دمياشتې په ٢٤ مه نيټه  په هېوادکې ترسره شي؛ خبرې وکړې او د افغانستان دخلکو د غوڅ برياليتوب په هيله يې د رايې ورکولو دکارټونو له ټولو خاوندانوڅخه يې وغوښتل چې ددغه سياسي حرکت د برياليتوب او له بحران، بيوزلى او فساد څخه د خلاصون په خاطر دې په ټاکلي ورځ د رايو ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او په خپل سم  انتخاب سره دې د هېواد برخليک وټاکي.
دمجلس غړو  د يو بل پرخلاف  د انتخاباتي کمپاينونو د ځينو کسانو د ناندرو او
د لفظي بريدونو تکرار ، د نوماندانو د عکسونو لرې کول، د تورونو لګول او د نور
حساسيت پيدا کوونکي غبرګونونه د دموکراسۍ او  د انتخاباتوله آدابوڅخه لرې
وبلل او دغه شان عملونه يې د دغه ملي بهير په وړاندې بې حرمتي وبلله او ټينګار يې وکړ: هيڅوک د دې حق نه لري چې په خپلو منفي حرکاتو سره د انتخاباتو بهير يا د هغو نتيجې ګډوډې کړي او دهيواد د ورونو قومونو ترمنځ درز او نفاق پيداکړي.
سناتورانو  د انتخاباتو د امنيت په تامينولوکې دهېواد دامنيتي ځواکونو دهلو ځلو او تيارى د ستاينې په ترڅ کې، دانتخاباتي کميسيونونو، کورنيو او بهرنيو  کتوونکو او له مدني بنسټونو څخه وغوښتل چې د هر راز انتخاباتي سرغړونو او
تقلباتو مخه ونيسي چې خلک د شفافو او ډاډمنو انتخاباتو له بهير سره عادت پيدا کړي .
سناتورانو دغه راز ټينګار وکړ چې بايد دهرات او کاپيسا د ولايتونو په شان په امن ساحوکې د رايې ورکولو دپاڼو دکمښت او د رايې ورکولو د مرکزونو دکموالي په شان  دلومړى پړاو انتخاباتو ستونزې د انتخاباتو په بهير سيورى ونه کړي.
دبغلان ولايت دګذرګاه نور ولسوالۍ سيلاو ځپلو ته  د اغيزمنو مرستو رسول  وستايل شول او د سر د زيان  او د مالي تاوان زياتوالى د مجلس دغړو د انديښنې
سبب شو او دوى ددغې طبيعې  پيښې زيانمنو شويوکسانو ته د اړتيا وړ مرستوپه رسولوکې دملي او نړيوالو بنسټونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه چې ترسره شوې مرستې د ناتار د ژورتيا له مخې ډيرې ناڅيزې دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې  تېره اوونۍ د سختو او
بې سارو سيلاوونو د راوتلو له امله نږدې ٢٠٠ تنه له منځه لاړل چې د ځينوکسانو مړي لا تراوسه پورې نه دي ترلاسه شوي چې سر بيره پردې په دې سيمه کې د استوګنې يو زرو پنځه سوه کورونه بيخي ويجاړ شوي دي ، په زرګونو څاروي ، د بڼونو پراخې ساحې، کرنيزې ځمکې او نږدې شل کيلومتره سړک له منځه تللي دي او خلک اساسي مرستو، بيا ميشت کولو او د مواصلاتي لارو بيا پرانستلو ته سخته اړتيالري .
سربيره پردې په نننيو آزادو خبروکې په ښارونواوپه تيره بيا په کابل ښارکې د سوالګرو او د بې سر نوشتو ماشومانو د شتون له امله هم انديښنه څرګنده شوه او  وويل شول چې دغه سوالګر له معصومو ماشومانو څخه په استفادې سره په سوالګرۍ لاس پورې کوي او ماشومان په زجر او ځورونې سره د خلکو دپاملرنې د جلبولو په خاطرپه واټونوکې ويده کوي چې دغه ځورونه  د دوى روغتيا اوسلامتيا ته نه جبيره کيدونکي زيانونه رسوي.
دغه راز په غونډه کې د تروريزم دتمويل د مخنيوي په قانون کې د تعديل او زياتوالى طرحه  چې د ولسي جرګې له خوا رسيدلې وه، معرفي شوه  او د تدقيق
په مقصد اختصاصي کميسيون ته وسپارل شوه .
ځينو سناتورانو ډير  ژر د ولسي جرګې له خوا د پيسو دپاکولو د قانون  دتصويب په ارزښت باندې ټينګار وکړ چې د هغه د ځنډيدو په صورت کې د هېواد بانکونه په نړيواله کچه تر بلاک لاندې نيول کيږي او نه جبيره کيدونکي اقتصادي زيانونه به  ورسيږي .
دخبرو په جمع بندۍ کې رفيع الله ګل افغان اړوندو مراجعو ته د دغو موضوعګانو
د وړاندې کولو په ترڅ کې يو ځل بيا له حکومت او له مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې دبغلان ولايت دګذرګاه نور ولسوالۍ  له خلکوسره سملاسي مرستې وشي.
ده دغه راز دغبرګولي د مياشتې ٢٤، د انتخاباتو ورځ د هېواد لپاره يوه تاريخي ورځ وبلله او له خلکوڅخه يې وغوښتل چې د وري د مياشتي  د ١٦ نيټې  د انتخاباتو په شان دې په پراخه توګه پکې ګډون وکړي او د خپلې مسلمې رايې له حق څخه په استفادې سره دې د هيواد راتلوونکى مشر وټاکي او له امنيتي ځواکونو څخه يې هم د امنيت په تامينولوکې د جدي هلوځلو غوښتنه وکړه.

back to top