11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمديونس قانوني په کابل کې د ملګروملتو د سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  محمديونس قانوني په کابل کې د ملګروملتو د سازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش سره په کتنه کې د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما وروستۍ وينا ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان له دولت او خلکوسره  د امريکا ملاتړ موږ ته  ډير ارزښت لري او هيله
لرو  چې د دغه ملاتړ تر سيورى لاندې موږ وکولاى شو په څو راتلوونکو کلونوکې
د خپل هېواد وسله وال ځواکونه پياوړي کړو چې هغوى وکولاى شي په مستقل ډول  د خپل هېواد دفاع وکړي او په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او د پراختيا اوپرمختګ زمينې برابرې شي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د جمهوري رياست لومړي مرستيال چې نن له غرمې مخکې يې د صدارت په ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې په کابل کې د ملګروملتو د سازمان له ځانګړي استازي
سره وکتل؛ وويل چې دامريکا دجمهور رييس وروستۍ وينا د هرڅه پاى نه ده اوپه
دې پوهيږو چې د دواړو هېوادونو راتلوونکي مشران به د دې وس ولري چې د خپل ماموريت په دوره کې د هغو د بياڅيړنې د زمينې په برابرولو اقدام وکړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په اړوند چې د راتلوونکي شنبې په ورځ به ترسره شي؛ څرګنده  کړه چې د افغانستان
خلک په بې سارى مينې او علاقمندۍ سره په خپل هېوادکې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چمتو کيږي او هيله لرم چې د انتخاباتو ترسره  کوونکي بنسټونه  ددغو انتخاباتوپه بهيرکې د شفافيت داصل رعايتولو ته
په پاملرنې سره په سم مديريت سره دغه بهيرپه برياليتوب سره ترسره کړي.
په دې کتنه کې په کابل کې د ملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي يان کوبيش
دافغانستان دانتخاباتو دپروګرام په ملاتړ کې دملګروملتو دسازمان دهراړخيزې
همکارۍ د دوام يادونه وکړه او ويې ويل چې موږ دانتخاباتو له کميسيونونوسره
له نږدي کار کوو چې  په افغانستان کې انتخابات په ښه توګه ترسره شي .
دغه راز ده په انتخاباتوکې دشفافيت په رعايتولو باندې هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د راتلوونکى حکومت مشروعيت په دغې موضوع پورې  اړه لري او هيله ده چې دواړه کميسيونونه دغه ټکي ته ملتفت و اوسي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.