13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د غزني - جغتو لارې په تګلوري...

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر په کابل – جلال آباد لويه لاره...

  د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د فارياب په درېيو ولسواليوکې د وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

قاضي القضات د مشرا نو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون له رئيس او غړو سره و کتل

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دکب اوومه

قاضي القضات اودسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غر مې وروسته دسترې محکمې په مقر کې د ملي شورا د مشرانو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون له رئيس او غړو سره و کتل

 دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته دسترې محکمې دخپرونو رياست د معلو ما تو له مخې په پيل کې قاضي القضات ليد نې کتنې ددولت ددرې ګونو اورګانو نو ترمنځ دستونزو په حل کولو او تفاهم کې يو ارزښتناک کارو باله

وروسته د مشرا نو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون رئيس ډاکتر زلمي زابلي د هغو موضوعګانو په باب چې دشکايتو نو د اوريدو په کميسيون کې طرحه کيږي ، خبرې و کړې اود هغو مواردو يادونه يې و کړه چې دکميسيون له خوا دهغو له تعقيبولو سره سره لا تر او سه پورې هم په عد لي اور ګا نو نو او څارنوالۍ کې نا حله پا تي دي او په ځينو مواردو کې د محکمو دقطعي او وروستيو حکمو نو په نافذولو کې هم يو لړ ستو نزې شته چې ددعوا د خا وندانو د نارا حتې سببو نه برا بره وي اوددغو ستونزو په حلکولو کې يې د خپلو قا نو ني صلا حيتو نو په چوکاټ کې داړوندو عد لى اور ګا نو نو د قا نو ني همکاري غو ښتنه و کړه

ورپسي قاضي القضات د توضيحي خبرو په ترڅ کې د جزا يي او مدنې مسئلو په څيړنه کې د عد لى او قضا يي ارګانو نو صلا حيتو نه بيان کړل او زياته يي کړه چې محکمې دي د هغو قضيو په څيړنه کې چې دڅارنوالۍ اود حقوقو دارګانونو له لاري هغوى ته ارجاع کيږي په پوره چټکتيا سره دي په ټا کلې قا نو ني مو ده کې هلې ځلې و کړي

دغه را ز سترې محکمې دمحکمو د ځينو وروستيو حکمو نو د نه تنفيذ  له پلوه دانديښنې په احساس سره ، په دې وروستيو وختو کې د محکمو د وروستيو حکمو نو د تعقيب اداره چې واجب التنفيذ دى ، جوړه کړيده چې درا تلو نکى کال په لو مړيو وختو کې به په فعاليت پيل و کړې اود لوى څار نوالۍ اود عد ليې وزارت له خوا هم دور ته ادارو د جوړولو غو ښتنه شوې ده چې د محکمو دقطعي او وروستيو پريکړو د تطبيق ډاډ اوپه دې بر خه کې په ستو نزو برياليتوب به وي

 قاضي القضات دغه را ز دقضا يي کادر دپيا وړ تيا ، په قضا ئيه قوه کې له اداري فساد سره د مبار زي د ارزښتو نو په لاره کې چې د شفافى اوخلکو ته د خدمتګاري اداري په جوړولو کې ټا کونکى رول لر ي ، دسترې محکمې د اقدا ما تو د بيا نولو په ترڅ کې زيا ته کړه چې له مراجعينو او ددعوا له خا وندا نو سره ښه چلند او سلو ک  ديو ټا کلي اصل او پاليسې په تو ګه تل درعايت وړ دي او دمحکمو اود  سترې محکمې د مقا ما تو دروا زي دټولو پرمخ پرا نيستې دي او خلک کو لى شي خپلي غوښتنې اوعريضي له کوم خنډ پرته وړا ندې کړي چې د هغوي غو ښتنو ته ياد محکمو له لاري اويا هم د قضا يي پلټنو له لاري ځوا ب ورکړي شي خو له شک پرته چې په دې تعامل کې له يو بل سره د اړوند انجن په تو ګه ددولت ددرې ګو نو رکنونو د مسئولو ارګا نو نو پيوستون اوهمغږي ډيره ارزښتنا که ده چې سترې محکمې په خپله ونډه  ددغه شان همکاريو د دوام غوښتنه کړې ده اوکوي يي

په مقا بل کې د مشر ا نو جرګي دشکايتونو داوريدو د کميسيون رئيس ډا کتر زلمي زا بلي له دغه کميسيون سره دقضا ئيه قوي د همکاري له ا مله خو ښي څرګنده کړه او وي ويل چې قضا دخلکو دحقوقو دتر لاسه کولو د مرجع په تو ګه خپلي دندي په ښه تو ګه تر سره کوي او ددعوا له خاوندا نو او په تيره بيا له هغو کسا نو سره چې د کميسيون له خوا ددوي دستونزو د حل کولو اوڅيړنې په خا طر سترې محکمې ته معر في شوي دي ، دسترې محکمې د مشرتا به د ښه چلند اوسلوک له ا مله په بشپړه تو ګه ر ضايت شته

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.