28 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

معلولانو په هرات کې  دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

معلولانو په هرات کې دمهربانۍ مرکز جوړ کړ

کابل /دکب ٩مه / باختر : يوشمېر معلولانو ، معلولو...

په بلخ کې  د ورزشکارو نجونودځغاستې  سيالي ترسره شوه

په بلخ کې د ورزشکارو نجونودځغاستې سيالي ترسره شوه

کابل /دکب ٩مه / باختر دکب مياشتې د نهمې د هېواد...

ننګرهارکې  پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

ننګرهارکې پر لسګونوبزګرانود کار وسايلو وېش

-کابل /دکب ٩مه / باختر په ننګرهار کې لسګونوبزګرانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ګډوهمکاريو موافقه ليک لاسليک شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د کابل د نوى ښار د پرمختيا د خپلواک بورد  او د ښځو د چارو وزارت ترمنځ په ګډوکاري وختونوکې د همکارۍ موافقه ليک نن د اړوندو ادارو د استازو او د هيواد د رسنيو د کارکوونکو په وړاندې د ښځو د چارو وزارت په مقرکې لاسليک شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: ددغه موافقه ليک پربنسټ د ښځو د چارو وزارت د کابل په نوى ښارکې ښځو ته د ټولنيزو او پرمختيايي پروژو د عملي کولو، په ښځو پورې د اړوندو توليداتو د وړاندې کولو لپاره د سترو تجارتي بازارونو او د لاسي صنايعو د فابريکو او ښځوته  دکار د زمينې د برابرولو په لاره کې د سپکو صنايعو د فابريکو د جوړولو، سپورتي آسانتياوو، تفريحي مرکزونو ديني مرکزونو او د فاتحې اخستلو د سالونونو د جوړولو ښځوته د مخصوصو روغتيايي او طبي آسانتياوو د برابرولو، د پروژو د تطبيق د څارنې په لاره کې د ګډې تخنيکي کميټې د جوړولو، د ښځو د چارو د تاسيساتو د جوړولو او د آسانتياوو د برابرولو د ستراتيژۍ په طرحه کولو او برابرولوکې دهمکارۍ او دښځو دچارو د آسانتياوو د پروژو د تمويولو او د ښځو د چارو د آسانتياوو د ساتنې او څارنې په مقصد د مرستو د جذبولو په لاره کې د کابل په نوى ښارکې له پرمختيا وروسته له اړوندو دولتي ادارو سره په تفاهم کې همکاري کوي.
دغه راز د ښځو د چارو د وزيرې ډاکترې حسن بانو غضنفر په خبروکې دکابل دنوى ښار د ماستر پلان د تطبيق دپيل له امله دخوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې، دغه حرکت د افغانستان په تاريخ کې د لومړنى معياري ښار د جوړولو په لاره کې يو بې سارى ګام وباله او د ادارو ترمنځ د پلان جوړولو او د کابل د نوى ښار د پرمختياپه لاره کې په ګډو وظيفوي وختونوکې د مسووليتونو او صلاحيتونو همغږۍ يوه حتمي اړتيا وبلله.
دې دغه راز ښځو ته په ټولنيزو او پرمختيايي پروژو پورې د اړوند چارو د تحقق په لاره کې د ښځو د چارو وزارت او د کابل د نوى ښار د پرمختيا د ادارې ترمنځ د هميشنيو همکاريو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې د کابل په نوى ښارکې دپلان جوړولو، د تاسيساتو د طرحه کولو او جوړولو او د ښځو او د آسانتياوو په برخه کې تراوسه پورې له دغه وزارت سره په نږدې همکارۍ کې ښه پرمختګ شوى دى او دغه بهير دوام لري.
وروسته د کابل د نوى ښار د پرمختيا د ادارې اجراييوي رييس ديپلوم انجنير غلام سخي حسن زاده د کابل د نوى ښار د پروژې دپرمختګ او په نږدې راتلوونکي کې د کابل د نوى ښار د بنسټ د ډبرې د ايښودلو او عملي کار د پيل په باب خبر ورکړ.
ده دکابل د نوى ښار د جوړولو او پرمختيا په لاره کې د ښځو په رول باندې په ټينګار سره زياته کړه چې د يوه انډوليز ښار د جوړولو په لاره کې د افغانستان د اتباعو د ټولنيز مشارکت د تامينولو په لاره کې د ښځو ونډه يو ضروري کار وباله او ويې ويل: دغه اداره به د دغو پروګرامونو د عملي کولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه ونه کړي.
  موافقه ليک د ښځو د چارو وزارت له خوا د دغه وزارت وزيرې ډاکترې حسن بانو غضنفر او د کابل د نوى ښار د پرمختيا د خپلواک بورد له خوا د کابل د نوى ښار د پرمختيا د ادارې اجراييوي رييس ديپلوم انجنير غلام سخي حسن زاده لاسليک کړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.