23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي شورا د مشرا نو جرګي غونډه و کړه

Written by  Administrator
Rate this item
(1 Vote)

دملي شورا د مشرا نو جرګي په خپلي نننۍ غونډه کې دلازمو سلا مشورود وړا ندې کولو ، د هيواد داساسي قا نون په مادو ددقت اوددوديزي لوى جرګي د کار په بهير کې د ملي ګټو دسا تنې غوښتنه و کړه

د مشرا نو جرګي مطبو عاتي دفتر د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ : په پيل کې دغونډې رئيس محمدعلم ايزديار دهيواد دجمهور رئيس په ګډون دپرو ني مشورتي غونډې په باب چې په ټا کلي وخت ددغې جرګي د جوړولو لپاره د تياري په باب جوړه شوې وه دسنا مجلس ته معلو مات وړا ندې کړل او وي ويل چې ددغې جرګي دنده دمهمې ملي موضوع يعني دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيک تړون دلاسليک په باب دلازمو سلا مشورو وړا ندې کول دي چې يواځي مشورتي اړخ لري او له دې وروسته دې نظريې او سلا مشوري دتصويب په مقصد د ملي شورا دواړومجلسو نو ته وليږل شي او ملي شورا دې له اساسي قانون سره سم خپل وا کو نه عملي کړې

د مشرا نو جرګي لو مړۍ نايب ددغه شان اغيزمن تړون داړتيا په باب وويل چې هيواد په خاص سياسي ، نظامي او اقتصادي موقعيت کې دي او له لاس وهنو سره مخا مخ دى او افغا نستان دبل هر هيواد په شان ددې حق لري چې دخپلو ملي کټو دسا تنې په پام کې نيولو سره تصميم ونيسې

وروسته يوشمير سنا تورا نو هم ددغه تړون دلاسليک کولو دپړا و نو په باب خبري وکړې او ددوديزې لويې جرګي په جوړولو ، د برخه والو د مشورتي نظريو په راټولولو ، ددغه تړون دلاسليک کولو په وخت کې د هيواد دلوړو ګټو په جدى سا تنې اود تصويب لپاره ملي شورا ته دهغه په ليږلو باندې ټينګار و کړ او په دوديزه لويه جرګه کې يې د هيواد د مشر ا نو دپراخ شتون هرکلي وکړ

ددغو خبرو په بهير کې سنا تورا نو دلويې جرګي د کار په تخنيکې بهير باندې انتقاد درلود چې ددغې جرګي کاري اجندا او لګښتې مدرکو نه يې د ملي شورا غړو ته نه دي معلوم شوي اودلوګر ولايت په ګډون له ځينو ولايتو نو څخه په شرايطو د برا برو اشخاصو پرځاى تصادفي اشخاص معرفي شوي دي . سنا تورا نو د ا هم وويل که چيري له بهر څخه لاس وهنې نه وې ددغه شان تړون لاسليک کولو ته کوم ضرورت نه و او بايد ددغه تړ ون دلاسليک کولو په بهير کې له دقت څخه کاروا خيستل شي چې محتوا يي د هيواد له ملي ګټو سره سمون ولري

دغه را ز په غونډه کې سنا تور محمد اسمعيل منشي د آى، پي ، يو دبين الپارلماني اتحاديې په ١٢٥ غونډه کې د ملي شورا ددوا ړو مجلسو نو د هيئت د ګډون رپوټ چې په دې وروستيو وختو کې په سويس کې جوړه شوې وه ، وړا ندې کړ او وي ويل که څه هم دسنا مجلس هييت د ويزې په صادرولو کې دبي پروا ئې په خاطر نا وخته په کنفرانس کې ګډون و کړ خو داقتصادي پراختيا ، د ژوندا نه د چاپير يال سا تنې اود جګړى دقربانيا نو دحقوقو داعاده کولو په باب د هغه د کميټو په کار کې ګډون و کړ او زياته يې کړه بايد په دغه شان سفرو نو کې مسلکي کسان مخکې له مخکې مشخص شي اود ولسي جرګي له هيئت سره په همغږي کې دي واستول شي چې په ښه توګه د افغا نستان استا زيتو ب وشي

سنا تور محمداسمعيل منشي دغه را ز د پا کستان او انګلستان د هيوادو نو له پارلما ني هيئتو نو سره د کتنې ياد ونه و کړه او وي ويل چې په دې کتنه کې ده او سنا تور باقي بريال دپارلما ني دودو نو په محدوده کې ددغوپارلما نو نو له استا زو سر ه دعلاقي وړ موضوعګانو په باب خبرې ا ترې کړي دي

دغه را ز په غونډه کې دامريکا متحده ايالاتو ته د ملي شورا ددواړو مجلسو نو دهيئت دسفر رپوټ چې دامنيت له سکتور څخه د تقنينې څارنې په سيمينار کې په واشنګټن کې جوړه شوې وه د سنا تور محمد دا وود اساس له خوا وړا ندې شو

ده وويل چې ددغه سفر په بهير کې دغه هيئت دامر يکا ددفاع وزارت (پنتاګون) ،دکانګرس تاريخې ماڼې او اثار اود دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت و کتل او دمرکزي اسيا او قا نون جوړولو په چارو کې ددفاع د وزير له مرستيالانو ،دامريکا دپارلمان د استا زو مجلس ددوستې د ډلې له رئيس ، دپنسلوا نيا ايالت له دوو تنو سنا تورا نو او ددغه هيواد له ځينو جګپوړو مقا ما تو سره ليده کا ته او خبري اتري کړي دي

ده ددغه سفر د نتيجو په مثبت بللو سره وويل چې په دغو کتنو کې د امنيتې مسو ليتو نو دليږد ونې ، په سيمه کې دترو ريزم دخطر ، په درندو وسلو دامنيتې ځواکونو دسمبالولو او رو زنې د اړ تيا ، د هيواد د هوايي پوځ دسمبالولو په هيواد کې دبهرنيو ځوا کو نو دنا هم اهنګو او خپل سرو لټو نود مخنيوي ، افغا نا نو ته د جيلو نو د مسئوليت دسپارلو ، په افغا نستان کې دپا کستان اوايران د هيوادونو دلاس وهنو دبندولو ، د افغا نستان په وړا ندې دپا کستان ددوه ګونې سياست دناوړو عواقبو ، په افغا نستان باندې دپا کستان دپوځې بريدو نو د بند ولوداړتيا او هم د افغا نستان د حکومت له خوا دعمرا ني پرو ژو د اجرا کولو اود بنسټيزو پرو ژو دتطبيق ، د کرنې دسکتور د ودي ، د هيواد دلس کلنو ارزښتو نو له سا تنې سره د مرستې ، د بن په دويم کنفرانس کې دښځو دشتون ، ښي حکومتوالى ، ځوا نا نو ته د بورسو نو دورکولو،داستانبول د کنفرانس ،دوديزې لويې جرګي ، داستراتيژيک تړون دلاسليک کولو اود وريښمو د لارى د جوړولو په باب خبري وشوې او هيئت د ا مريکا د متحده ايالاتو له مرستو څخه په مننې سره په بيلا بيلو برخو په تيره بيا د مقننه قوي دپياوړ تيا اودپارلمانې اړيکو دټينګښت په برخو کې ددغه هيواد دلا زيا تې همکاري غو ښتنه و کړه

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.