07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ولسي جرګې د غزني د بيارغونې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ او د ښارجوړونې چارو د وزيرانو او د غزني د والي راپورونه واوريدل.

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه

د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه كې، چې د عبدالرووف ابراهيمي په رياست، د اطلاعاتو او فرهنګ، ښارجوړونې چارو د وزيرانو، د غزني د والي او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې د مرستيال  په ګډون جوړه شوې وه، د غزني په ولايت كې د ترسره شويو او د هغو پروژو د څرنګوالي په اړه، چې كار يې روان دى د يادو شويو چارواكو راپور واوريد.

غزني ښار، چې په ۲۰۱۳ كال كې د اسلامي هيوادونو د پلازمېنې په توګه ټاكل شوى دى، د ۲۰۱۳ كال لپاره د چمتو كيدو په موخه  د لرغونو ابداتو د بيارغونې او د هغو د برابريدو د سوكه بهير له امله وكيلانو خپلې انديښنې په ډاګه كړې او په فوق العاده غونډه كې د مسوولو چارواكو دمعلوماتو غوښتونكي شول.

په پيل كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د غزني په ښار كې د عملي شويو پروژو په اړه راپور وړاندې كړ او ويې ويل، دغه وزارت د دوه ديرش لرغونو ابداتو د بيارغونې مسوول و، له هغې جملې يې لس پروژې بشپړې شوې او دوولس نورې يې تر كار لاندې دي.

نوموړي زياته كړه، د ولايتونو د صنايعو د نندارتونونو جوړيدل، د حكيم سنايي سيمينار او د سيمه ييزې موسيقۍ بيرته ژوندي كول نور هغه پروګرامونه دي، چې دغه وزارت به يې په ۲۰۱۳ كال كې جوړ كړي.

د ښارجوړونې چارو وزير هم د غزني په ولايت كې د خپلو ترسره كړو كارونو په اړه خبرې وكړې، ويې ويل، د اسلامي هيوادونو د پلازمېنې په توګه د غزني ولايت د چمتو كولو په موخه په ۱۳۸۹ كال كې د اوه ويشت پروژو په خاطر دوه ميليونه ډالر وركړل شوي، خو ددې كال په پاى ته رسيدو سره نوره بودجه نه ده وركړل شوې او په ۱۳۹۰ كال يې هم بودجه نه درلوده.

هغه زياته كړه، دغه پروژې د ۱۳۹۱ كال په بودجه كې شاملې شوې، خو لا هم د ماليې وزارت له لوري په دې اړه كوم اجراات نه دي شوي، تيره اوونۍ له مسوولو ارګانونو سره په غونډه كې پريكړه وشوه،  چې پنځه ميليونه ډالر دې دغه وزارت ته وركړل شي او له تيرې اوونۍ راهيسې يې كار پيل شوى دى.

ورپسې د غزني والي موسى خان اكبرزاده، چې په ۲۰۱۳ كال كې د اسلامي هيوادونو د تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني د چمتو كولو د كميسيون رئيس هم دى، په غزني كې يې د شته خنډونو او ترسره شويو چارو په اړه خپل راپور وړاندې كړ.

د غزني والي وويل، په غزني ښار كې پنځه شپيته پروژې په پام كې نيول شوې، چې له هغې جملې څخه دوه څلويښت په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او پاتې نورې يې په نورو ادارو او وزارتونو پورې تړاو لري.

د غزني د والي په وينا، د غزني د بيارغونې په برخه كې د اړوندو ارګانونو نه پاملرنه  او ددې كار د ترسره كيدو لپاره د ماليې وزارت له لوري د لس ميليونو ډالرو نه ځانګړي كيدل په دغه ولايت كې د كار د سوكه پرمختګ لامل ګرځيدلي دي.

هغه زياته كړه، په غزني ښار كې ترسره شوي كارونه د مرستندويانو په مرسته پرمخ تللي، چې مهمې پروژې يې د سړكونو پخيدل، د اوبو رسولو د سيستم جوړول، د لوبغالو ، د دوو تاريخي څلو او دوالي په شخصي لګښت د موزيم جوړيدل يې ښې بيلګې دي.

وكيلانو د غزني د بيارغونې د پروژو د كارونو د سوكه پرمخ تګ له امله پر چارواكو نيوكه وكړه او ټينګار يې وكړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ارګانونو د كمزورې كړنې ددې لامل ګرځيدلې، چې افغانستان د خپل فرهنګ د معرفي كيدو په برخه كې يو مهم چانس له لاسه وركړي.

 د ولسي جرګې غړو په خپلو پوښتنو كې ټينګار وكړ، چې وخت او د غزني اب و هوا ته په پاملرنې څرنګه كولاى شي، چې دغه ښار د ۲۰۱۳ كال لپاره چمتو كړي.

وكيلانو  د چارواكو كمزورې كړنې د دندو د ترسره كيدو په برخه كې د هغوى د بې تفاوتۍ زيږنده وبللې ، پريكړه يې وكړه، چې د ديني، فرهنګي، معارف او لوړو زده كړو چارو كميسيون دې موضوع وڅيړي او عمومي غونډې ته دې راپور وړاندې كړي.

 

د ولسي جرګې غړو په امتيازي وخت كې د بيلا بيلو موضوعاتو په اړه بحث وكړ. يو شمير وكيلانو له ولسمشر نه وغوښتل، چې د سترې محكمې په پاتې نوماندانو كې دې ښځې نوماندانې هم معرفي كړي.

په كابل او ولايتونو كې د حاجيانو د نوم ليكنې په بهير كې د شته ستونزو، له ايران او پاكستان څخه د بيرته راستنيدونكو كډوالو لپاره د استوګنځي د نشتوالي، د ميدان ښار- باميانو په لويه لاره د ناامنيو شتون، د هيواد په شمالي ولايتونو كې د سيلابونو راوتل، په غور ولايت كې ناامني، د توكيو په كنفرانس كې د وكيلانو د نظرونو په پام كې نيول او د طالبانو له لوري د بې ګناه خلكو عدامول نور هغه موضوعات و، چې په عمومي غونډه كې مطرح شول.

په غونډه كې د هيواد په بيلا بيلو په ځانګړي ډول د تخار په ولايت كې دښځينه زده كوونكو مسموميدل ياد او د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه ناوړه كار په كلكو ټكو وغندل شو.

ځينو نورو وكيلانو د باميانو ولايت د كهمرد ولسوالۍ د ډبرو سكرو د كان د ايستونكو ستونزې هم مطرح كړې او ويې ويل، د كانو وزارت د سيمې له خلكو سره ناوړه چلند كړى دى.

په ولسي جرګه كې د خلكو يو شمير استازو بيا په باميانو ولايت كې د سرشميرنې په اړه د مركزي احصايې پر كړنو نيوكه وكړه، په پايله كې د كورنيو چارو او ملي امنيت كميسيون ته دنده وسپارل شوه، چې موضوع دې وڅيړي.

په پاى كې د ولسي جرګې د څلور نيمو مياشتو فعاليتونو راپور د ولسي جرګې د منشي عبدالستار خواصي له لوري ولوستل شو.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې غړي له اساسي قانون او د كورنيو دندو له اصولو سره سم، سر له سبا د غبرګولي له پنځلسمې نيټې څخه د پنځه څلويښتو ورځو لپاره د دوبي په رخصتۍ ولاړل، د ولسي جرګې رئيس له وكيلانو وغوښتل، چې په رخصتيو كې خپلو ټاكنيزو حوزو ته ولاړ شي، د خلكو ستونزې او سيمه ييزې ادارې دې وڅيړي او د دوهم اجلاس په پيل كيدو سره دې په ليكني ډول غونډې ته راپور وړاندې كړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.