جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د سنا له غړیو سره وکتل

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن مازدیګر د امریکا د متحده ایالاتو د سنا له غړیو دیوید درایر او دیوید پرایس سره په ارګ کې وکتل.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې

 

په پیل کې د امریکا د سنا غړیو د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیک او په ملي شورا کې د هغه د تصویب له امله جمهور رئیس ته مبارکي وویله او دغه سند یې د دواړو هېوادونو تر منځ یو ارزښتناک سند وباله.

د امریکا د سنا غړیو افغانستان ته د خپل سفر او د ملي شورا له دواړو مجلسونو سره د خپلو کتنو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

دغه راز په دې غونډه کې دواړو لورو په افغانستان او امریکا کې د مقننه او اجرائیه قواوو تر منځ د اړیکو او همکاریو په باب خبرې اترې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس هم د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند یو مهم سند وباله، هیله یې وکړه چې دغه سند به په افغانستان کې د سولې، ثبات او په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لامل شي.

جمهور رئیس زیاته کړه چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو له امله د ملکي وګړیو مرګ ژوبله په دې برخه کې یو ريښتنې ګواښ دی.#

back to top