07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د وزيرا نو شورا نو بتي غونډه جوړه شوه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر\ د غبرګولى جوزا ١٥

د وزيرا نو شورا نو بتي غونډه نن له غر مې مخکې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه

دچارو د  اداري اود وزيرا نو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ :

 په پيل کې د ماليې وزير دبدلون د لسيزې (٢٠١٥ تر٢٠٢٥ ) لپاره داسترا تيژيک لر ليد په باب چې ټا کل شوې ده د تو کيو په غونډه کې وړا ندې شي ، غونډې ته معلو مات وړا ندې کړل او زياته يې کړه

 دکا بل ، لندن اوتو کيو د کنفرا نسو نو پر بنسټ ، نړيواله ټولنه به په خپلو پښو ددريدو په لور له افغا نستان سره خپلي اوږد مهالې ژمنې او ملا تړ اعلام کړي . له بلي خوا د افغا نستان دولت به نړيوالې ټولنې ته يوداسي سند وړا ندې کړي چې استراتيژيکي نظريې او يو واقعبينا نه پلان به پکې شا مل وي  چې له دغه سند سره د نړيوالې ټولنې ملا تړ دليږد ونې په پړاوود بدلون په لسيزه کې د افغا نستان د ثبات او په خپلو پښو ددريدوسبب شي

د افغا نستان د اسلا مي جمهوري دولت سره له دې چې  د بدلون په لسيزه کې (٢٠١٥_ ٢٠٢٥ ) مالي همکاري ته اړ تيا لري تر٢٠١٤ کال پورې ټول امنيتې مسئو ليتو نه په پړا ويز ډول په غاړه اخلي اودغه راز د اقتصادي پرمختګ اود مالي ثبات د برابرولو په لاره کې په افغا نستان کې د پانګي اچو نې ديو بنسټيز سيستم درامنځته کولو لپاره د انکشا في فعاليتو نو رهبري په غا ړه وا خلي

 د تو کيو د کنفر انس لپاره د بدلون په لسيزه کې داسترا تيژي لرليد په باب د ماليې د وزير رپوټ په پرنسيب  کې تاييد شو اود ماليې وزارت مو ظف کړاي شو  چې دغه سند دي له اړ وندو ارګانونو او په تيره بيا له اقتصاد وزارت سره په تفاهم او همغږي کې  د غونډې له ياد ونې سره سم تصحيح او بشپړ کړې اود  اقتصادي کميټې له تاييد وروسته دې د وزيرا نو شورا را تلو نکو غونډو ته وړا ندې شي

وروسته د ملي امنيت سلا کار دشانګهاي د کنفرانس په اړوند چې په نږدي را تلونکى کې د چين په ولسي جمهوريت کې جوړيږي ، غونډې ته معلو مات وړا ندې کړل او څرګنده يي کړه چې د زيا تو کلو نو په بهير کې  افغا نستان په دې کنفرانس کې د ميلمه په توګه ګډون درلود خو په دې پړا و کې افغا نستان د کتوونکى په توګه د کنفرانس غړيتو ب تر لاسه کړ او په اقتصادي او فرهنګي برخو کې به فعال شتون و لروسربيره پردې ددغه کنفرانس ترڅنګ به د رو سيې ، تر کيې اود پا کستان  له هيوادو نو سره د علاقي وړ سيمه ييزو موضوعګانو په باب دوه اړ خيزي خبري وشي اود چين له ولسي جمهوريت سره به د استرا تيژيکي همکار يو د هغه موافقه ليک په باب چې په ٢٠٠٦ کال کې لاسليک شوي دي هر اړخيزې خبرې وشي او ددغه کنفرانس په پاى کې به ګډه اعلا ميه خپره شي

ورپسي دبهرنيو چارو و زارت سياسي معين او سرپرست دکابل د کنفرانس د بهير په اړوند چې دسيمې د هيوادو نو دبهرنيو چارو د وزيرا نو ، نړيوالو تمويلوونکو اود سيمه ييزو سا زما نو نو په ګډون دروان کال دغبر ګو لۍ په مياشت کې په کا بل ښار کې جوړيږي غونډې ته معلو مات وړا ندې کړل او زياته يي کړه چې په دې کنفرانس کې ،د کا بل په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې اود افغا نستان ژمنې څيړل کيږي اودغه را ز دسيمه ييز مشارکت اود سياسي پايلو ، دتروريزم د مسئلى ، نشه يي تو کو ، فرهنګي همکاريو اوپه داوطلبانه ډول د اعتماد جوړولو په ګډون موضوعګانې به طرحه شي

 له اجندا سره سم دفوايد عا مې وزير دسالنګ په لويه لاره کې ساختماني او ترا نسپورتي ستو نزې غونډې ته طرحه کړي او وي ويل لکه څنګه چې په دې وروستيو وختو کې د ايساف دقواو اکمالات له دغې لويې لارې څخه تر سره کيږي او ددغه عمو مي واټ له لارې د وسايطو د تګ را تګ او ګڼې ګونې له ا مله ترميماتي پلان يې نه عملى کيږي او له بله پلوه ددغى لوى لارې د خرا بوالى له ا مله دوسايطو په تګ را تګ کې ځنډاو خنډ رامنځته کيږي او هيواد وال  له زيا تو ستو نزو سره مخامخ دي  چې دفوايد عا مې له وزارت سره د امنيتي ارګا نونو اود ماليې وزارت همکاري ته جدى اړتيا ده .

د وزيرا نو شورا دچارو د اداري اود  وزيرا نو شورا ددارالانشا لوى رياست مو ظف کړ چې د وزيرا نو شورا دپريکړو په پام کې نيولو سره دي د جمهوري رياست ددويم مرستيال محمد کريم خليلي په مشرى دبين الوزارتي کميسيون د جوړولو په مقصد لازمو تشريفاتو  پړاونه په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي چې مو ظفه کميټه په دې پرخه کې د ورسپارل شويو د ندو د تحقق اود کار دپرمختګ څرنګوالى وڅاري

ورپسي د ما ليې وزير د١٣٩١ کال دملي بود جي ضميمه په دې شرحه غونډې ته طرحه کړه په دې وروستيو وختو کې تمويلوونکو هيوادو نو د ملي دفاع اودکورنيو چارو د وزارتو نو  اود احصا ئيې دمرکزي اداري په عادي بود جه کې د درې ويشت اعشاريه نهه ديرشو ملياردو افغا نيو اود پو هنې ، عا مې رو غتيا اود مهاجرينو دراستنولو د چارو د وزارتو نو په انکشا في پرو ژو کې ديو اعشاريه څلور شپيتو ملياردو افغا نيو ژمنه کړي ده ، د١٣٩١ کال د بود جي د ضميمي په تو ګه وړا ندې کيږي چې ددرويشت اعشاريه نهه ديرشو ملياردو افغا نيو په زيا تو الۍ سره د عادي بود جي سقف يوسلو اووه پنځوس اعشاريه صفر اته ملياردو افغا نيو ته اود يو اعشاريه څلور سوه يوشپيتو ملياردو افغا نيو په زيا تو الى سره دانکشا في بود جي سقف يو سلو دولس اعشاريه شپږ سوه دري نوي ملياردو افغا نيو ته زيات شوي دي چې په مجموع کې د ١٣٩١ کال د ملي بود  جي سقف دوه سوه نهه شپيته اعشار يه اووه اويا ملياردو افغا نيو ته زيا تو الى مو مي

 د وزيرا نو شورا د١٣٩١ کال د ملي بود جي ضميمه تاييد کړه اود ماليې وزارت يي مو ظف کړ چې دغه ضميمه دې دتصويب په مقصد د هيواد ملي شورا ته وليږي

دغونډې د کار په دوام د افغا نستان د زړه د ناروغيو دانستيتوت د اساسنا مي طرحه د عد ليې د وزير له خوا غونډي ته وړا ندې شوه د وزيرا نو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته د عا مې روغتيا د وزيرې په مشرۍ د عد ليې او ماليې وزيران مو ظف کړل چې دغه ط رحه دي دغونډې له ياد ونې سره سم تصحيح او بشپړه کړي

دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين او سرپرست له خوا درې مورده نړيوال تړو نو نه غوندې ته طرحه شول چې د تاييد وړ وګر ځيدل

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.