29 April 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د پاکستان د فدرالي کابينې د يوه وزير استعفا

د پاکستان د فدرالي کابينې د يوه وزير استعفا

اسلام آباد \ ايرنا \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : د پاکستان...

د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د سر زيان زياتوالى

تهران \ ايرنا \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : په افغانستان کې...

په بغلان کې د يوه ځوان ځان وژنه

په بغلان کې د يوه ځوان ځان وژنه

کابل \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : په بغلان ولايت کې يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى د پاكستان د سند ايالت په لال شهباز قلندر زیارت کې تروریستي برید وغانده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٩
د افغانستان پخوانى جمهور رئيس حامد كرزى د پاكستان په سند ايالت كې په لال شهباز قلندر زیارت کې هغه تروریستي برید چې په پایله کې یې ګڼ شمېر زیارت کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندي.
دپخواني جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزی دغه شان بریدونه د ټولو انساني او اسلامي موازینو ضد عمل بولي او یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د دغه ناورین د له منځه وړلو لپاره په مبارزه کې، چې د پاکستان ملت یې هم قرباني دی، له افغانستان او خپلو نورو ګاونډیانو سره لاس یو کړي او په دغه برخه كې ټینګه همکاري وکړي.
پخوانی جمهور رئيس د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.