27 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صلاح الدين رباني دتاجکستان دعالي مجلس له رييس سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  دوشنبې ته  دخپل رسمي سفر په بهير کې پرون مازيګر دتاجکستان جمهوريت دعالي مجلس له رييس  شکور جان ظهوروف سره  ددغه مجلس په مقر کې وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې  لومړى  دتاجکستان دعالي مجلس رييس ددواړو هېوادونو دلرغونو دوستانه اړيکو او د ديني ، فرهنګي او ژبنيو ژورو پيوندونوپه باب  خبرې وکړې .او له افغانستان سره يې  داقتصادي ، تجارتي ، ترانزيتي ، دانرژۍ دليږدونې او پارلماني اړيکو په برخو کې  دهمکاريو دپراختيا په خاطر دتاجکستان  دمشرتابه په هوډ ټينګار وکړ .
  ده دغه راز په سيمه کې دتروريستي او دنشه يي توکو دتوليداو قاچاقو د ډلو شتون يې  ددواړو هېوادونوته  ګډ امنيتي  ګواښونه وبلل او دټول هېوادونو دګډو انديښنو په توګه د چلنجونو په وړاندې داغيزمنې مبارزې لپاره سيمه ئيزې او نړيوالې  زياتې همکارۍ يې ضروري وبللې .
وروسته  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دوشنبې ته خپل رسمي سفر دافغانستان په بهرني سياست کې دتاجکستان  دمقام دارزښت نښه نښانه او په دوه اړخيزو او څو اړخيزو کچو کې يې  داړيکو دلازيات پراختيا په لاره کې ددواړو هېوادونو ددولتونو ځانګړي پاملرنه يې دارزښتناکې نښې نښانې  وبللې . او په بيلابيلو برخو کې يې دافغانستان او تاجکستان ترمنځ  دهمکاريو دژورتيا لپاره  دمناسبو فرصتونو يادونه وکړه .
  دکتنې په دوام دواړو لورو دافغانستان دولت  دسولې په هلوځلو کې دوروستيو پرمختګونو او دعلاقې وړ ګډو سيمه ئيزو او نړيوالو مهمو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.