29 June 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٥١ډالرو وړاندې کيږي

يو انس سره زر په ١٢٥١ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د چنګاش د مياشتې٧ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

خلک  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړتيا  باور لري .

خلک دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړتيا باور لري .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه : يوشمير کابل ښاريان دهېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د (کابل بهير) د چمتو والي او همغږۍ غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ باختر دثور ٢٨:
د حکمت خليل کرزي په مشرۍ د (کابل بهير) د چمتو والي او همغږۍ غونډه جوړه شوه .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ( کابل بهير) د موخو د بيانولو په خاطر د همغږۍ غونډه ټاکل شوې ده د روان کال د غبرګولي د مياشتې په شپاړلسمه نيټه په کابل کې جوړه شي .
د (کابل بهير) غونډه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تصميم له مخې  د سولې، امنيت او له تروريزم سره د مبارزې د موضوعاتو د خبرو په باب د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او د فدراتيفې روسيې  د جمهوريتونو، د چين د ولسي جمهوريت، د ايران د اسلامي جمهوريت، د پاکستان د اسلامي جمهوريت، د هند جمهوريت، د ترکيې جمهوريت، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، د قطر  دولت، د امريکا د متحده ايالاتو،  د بريتانيا د شاهي هېواد، جاپان، د آلمان د فدرالي جمهوريت، د ايتاليا جمهوريت، د ناروې د شاهي هېواد، کاناډا، د ملګرو ملتو د سازمان او د اروپا د اتحاديې په ګډون جوړيږي.
د (کابل بهير)، د هغو غونډو او جوړښتونو بشپړونکى دى چې د سولې د ټينګښت او له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې په موخه د افغانستان په محور تمرکز لري .
د (کابل بهير) په غونډه کې، هغه ګډ امنيتي ګواښونه چې افغانستان، سيمې او نړۍ ورسره مخامخ دي، خبرې کيږي او د حل لارې د پيداکولو  او له ښکيلو لورو سره د همکارۍ د جوړښت ترسيم، له نظامي او سياسي لارو څخه د ګواښونو لرې کول او سولې ته د وسله والو مخالفينو د بللو لپاره د افغانستان د سيمه ئيزو او نړيوالو شريکانو د همکارۍ او اغيزمن رول په باب، سلا مشوره به وشي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.