26 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د هېواد د کرکټ ټيم ويسټ انډيز ته روان شو

د هېواد د کرکټ ټيم ويسټ انډيز ته روان شو

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٤ : د هېواد د...

په افغانستان کې په ډار اچوونکو د٤٦٠ هوايي بريدونو ترسره کول

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٤ : د امريکا متحده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائیه رئیس د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له تلونکي سفیر سره دمخه ښې کتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له تلونکي سفیر ایدین نورهان سره دمخه ښې کتنه وکړه
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د او ای سي یاد سفیر په کابل کي څلور کاله ماموریت کړی او له تګ سره یې لا هم ځای ناستی نه دی ټاکل سوی.
اجرائیه رئیس په تیرو څلورو کلونو کي د دغه سفیر له کار او فعالیتونو مننه وکړه او هغه ته یې په راتلونکي‌ کي‌ د نورو بریاوو غوښتنه وکړه.
نوموړي یاد سفیر ته وویل،‌ افغانستان هیله لري،‌ چي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان راتلونکی سفیر به دلته د اړوندو مسؤلیتونو سره سم د ستونزو په حل کي اغيزمن ګامونه واخلي.
ښاغلي نورهان د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي دلته له کار کولو ښې خاطرې لري او د خپل کاري مهال ټول راپور او لازمي حل لاري به په یوه راپور کي د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندي کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.