26 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته لس ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٤ مه: مرکزي بانک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار په یوه رسمي سفر قزاقستان او ازبکستان ته روان شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د چنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د یوه لوړ پوړې امنیتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ آسیا هېوادونو ته سفر کړ.
د ملي امنیت شوار دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار به لومړی د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د نوموړي هېواد له سیاسي او امنیتي چارواکو سره په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په ځانګړي توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي.
ښاغلی اتمر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د تیرو ناستو او لیدنو پر تعقیبي موضوعاتو هم بحث وکړي. د دې ترڅنګ به د قزاقستان له مشرانو سره د اقتصادي همکاريو پر ښه والي او دوام هم خبرې کیږي.
له قزاقستان وروسته د ملي امنیت سلاکار ازبکستان ته سفر کوي او هلته به هم له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، امنتیي او اقتصادي همکاريو پر دوام او څرنګوالي خبرې وکړي.
د ملي امنیت له سلاکار سره به په ازبکستان کې د جمهور رييس اقتصادي سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په مشرۍ اقتصادي پلاوی هم یو ځای کیږي او په ګډه به د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي چاروکې د پرمختګونو په موخه د مذاکراتو لړۍ پر مخ بیایي.
د ملي امنیت سلاکار به د ازبکستان له چارواکو سره د سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث کوي او اقتصادي پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي پروژو پر تطبیق خبرې وکړي#.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.