19 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې٢٧ د کابل د شهزاده سراى د...

د هوا حالات

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې ٢٧ د هوا پوهنې ادارې په...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٧ نن د لړم د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد‌اشرف غني نن له غرمې مخکې د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرتر جنرال کانیو میکوریا سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو خواوو له اروشا کنوانسیون سره د افغانستان د یوځای کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې او دا یې د ښې حکومتوالۍ د تحقق او د ګمرکونو د عصري کولو په برخه کې مهم وباله.
په دې کتنه کې جمهوررئیس غني د ګمرکونو پر عصري کولو، د ظرفیتونو پر ودې، سیمه‌ییز اتصال، د ګمرکونو په اسانولو او د بشري سرچینو پر پانګونې ټینګار وکړ.
د ګمرکونو د نړیوال سازمان سکرتر جنرال کانیو میکوریا، په دغو مواردو کې د ګمرکونو د نړیوال سازمان له خوا د همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په ۱۹۹۳کال کې د تانزانیا د اروشا ښار په غونډه کې  " د ښې حکومتولۍ او په ګمرکونو کې د همغږۍ په خاطر د ګمرکونو د همکارۍ شورا" په نامه اعلامیه تصویب شوه چې دا مهال د اروشا کنوانسیون په نامه یادیږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.