17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي...

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : وسله والوطالبانو يو ځل بيا د...

يو بوشکه يي ماين کشف شو

يو بوشکه يي ماين کشف شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د بلخ ولايت پوليسو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جان مک کين : پاکستان بايد ترفشار لاندې ونيول شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دامريکا دوالستريت ژورنال ورځپاڼې په خپلې نوې ګڼه کې دامريکا دمشهور سناتور جان مک کين دستراتيژۍ  طرحه بيان کړې ده . 
دباختراژانس دخبرله مخې مک کين له خوا په پيشنهادې شوې ستراتيژۍ کې چې دامريکا دسنامجلس  دپوځي خدمتونو کميټه رهبري کوي د ډار اچوونکو دټکولو په خاطر امريکايي پوځيانو ته دزياتو واکونوورکول ، دامريکايي سرتيرو دشمير زياتوالي او تر فشار لاندې  دپاکستان نيول شامل  دي .
دامريکا جمهور رييس تيره مياشت ددغه هېواد ددفاع وزارت مقاماتو افغانستان ته داضافي  ځواکونو داستولو په باب دتصميم نيونې اجازه ورکړه  خو دامريکا ددفاع وزارت مقامات تراوسه پورې ددغه کار په ترسره کولو نه دي بريالي شوي . له بلې خوا دونالد ترامپ پرون ويلي دي چې دامريکا دنوې ستراتيژى  داعلامولو لپاره پريکړه بشپړتيا ته نږدې ده .
ده ويلي دي چې افغانستان ته داضافي ځواکونو استول يوه ستره پريکړه ده .
والستريت ژورنال  ليکي دي  چې دجان مکين  پيشنهاد شوې ستراتيژۍ له دفاعي لايحې  سره يوځاى شوې ده او ټاکل شوې ده په راروان مياشت کې کله چې دامريکا سنا غونډې  جوړې شي وڅيړل شي  خو دونالد ترامپ وايي چې دافغانستان په وړاندې  دامريکا ستراتيژۍ  به په ډير لنډ ممکن وخت کې اعلام کړي .  

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.