15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د زمري يو ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو، د جمهوري ریاست سلاکارانو او د دولتي ادارو او وزارتونو یو شمېر ځوانو لوړ پوړو مقاماتو ګډون کړی وو، لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات ځوانانو ته د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او په خپل معینیت کې یې له فساد سره د جدي مبارزې ډاډ ورکړ.
ښاغلي کمال سادات په خپلو خبرو کې د ځوانانو معینت لپاره د پنځه کلنې ستراتیژۍ، د ځوانانو پارلمان، په هر ولایت کې د ځوانانو د فدراسیونونو، د ځوانانو څارندوی، د متخصصو ځوانانو لپاره د ډیټابیس او د ځوانانو د روغتیايي مشورتي مرکز جوړول او دغه راز د بې‌وسه ځوانانو لپاره د وړیا زده‌کړو امکاناتو برابرول او د ځوانانو د سیاسي پوهې د لوړولو لپاره د سیاسي بحثونو رامنځته کول د خپلې ادارې عمده لاسته راوړنې وبللې.
دغه راز د ځوانانو په استازیتوب تهمینه شجاع په سیاست او حکومتولۍ کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل د دې لپاره چې فعالیتونه یي ټولنې ته ګټور تمام شي د خپل تاریخ او فرهنګ په اړه دي مطالعه زیاته کړي.
هغې په ټولو دولتي سطحو کې د ښځو په پراخ حضور او د تشو دولتي بستونو په ډکولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: باید پرېنږدو چې د ځوانانو برخلیک د مافیا منګولو ته ولوېږي او په هره کچه باید ځوانانو ته د ودې او پرمختګ زمینه برابره شي.
حشمت الله شهیدي د ورزش له لارې د سولې پيغام رسولو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې اود کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو وروستیو لاسته راوړنو ته په اشاره یې وویل، ځوانانو د کرکټ او نورو ورزشونو له لارې د افغانستان بیرغ اوچت ساتلی او نړۍ ته یې د یو غښتلي او سوله‌ییز افغانستان پیغام رسولی دی.
  همدارنګه مقدسه احمدزۍ د سولې په راوستو کې د ښځو په نقش وغږېده او د خپلو تجربو په رڼا کې یې هغو کلتوري خنډونو ته اشاره وکړه چې د ځوانانو په ځانګړي ډول د پېغلو د زده کړو مخه نیسي.
علي پارسا په پرمختګ او پراختیا کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې او د ځوانانو وزګارتيا د سرطان ناروغۍ سره تشبیه کړه چې په وینا یې د ټولنې په ټولو برخو ناوړه اغېز پریباسي او له امله یې اعتیاد، جنګ، فساد او جرایم رامنځته کېږي او دغه راز مافیا او تروریستان ورنه ناوړه استفاده کوي.
همدارنګه غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو وینا وکړه او په افغانستان کې یې د خپلو تجربو په رڼا کې د ځوانانو پرله پسې هڅې الهام بښونکې وبللې او زیاته یې کړه: ملګري ملتونه له ۱۹۹۹کال راهیسې هر کال د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځي او سږکال د ځوانانو نړيواله ورځ د شخړو د مخنیوي، ټولنیز عدالت او پایدونکې سولې په برخو کې د ځوانانو د فعال رول نمانځنې ته ځانګړې شوې ده.
هغه افغانستان د نړۍ دویم ځوان هېواد وباله، زیاته یې کړه: کله چې له افغان ځوانانو سره مخ شوی یم، د تاوتریخوالي، جګړې او قومي او مذهبي وېش پر وړاندې یې خپل غږونه پورته کړي دي، دوی د افغانستان د پخوانیو ستونزو ورهاخوا لیدلوری لري او ټول پام یې د هېواد په راتلونکي راټول دی. 
ښاغلي یاماموتو هیله وښوده چې په راتلونکو انتخاباتو کې به تر نیمايي زیات برخه اخیستونکي ځوانان وي او د ښوونې او روزنې په برخه کې يې د هڅو په دوه برابره کولو ټینګار وکړ او د حکومت په تصمیمونو کې د ځوانانو د شریکولو په خاطر یې د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې.
ورپسې د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون، د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د سولې په اهمیت او په ځانګړي ډول یې ‎د ځوانانو په رول خبرې وکړې. هغه د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان د جنګي ماشین مهم عناصر وبلل او زیاته یې کړه: د سولې عالي شورا دا ځل د سولې په بهیر کې ځوانان شریک کړي دي چې وکولای شي د سولې فرهنګ په رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي. 
ښاغلي اوچقون ځوانان د جنګ او تاوتريخوالې اصلي قربانیان وبلل چې د دښمن له‌خوا د وسیلې په توګه استعمالېږي. هغه په ډاګه کړه چې د ځوانانو یو مشورتي بورډ جوړوي چې سولې ته له علاقه‌مندو ځوانانو سره به په کې مشورې کېږي، دغه راز به خپل فعالیتونه ولایتونو ته پراخوي او مهم رول به په کې د ځوانانو وي او د ځوانانو په مټ به د سولې سراسري کمپاین پيلوي او ډاډ یې ورکړ چې ‎ټول فعالیتونه به ځوانانو سره په همغږۍ مخې ته وړي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلې وینا کې ځوانانو ته د دوی د ورځې مبارکي ورکړه او هغوی یې د افغانستان راتلونکي معماران وبلل او ور څخه یې وغوښتل چې دوی باید د لنډ مهال په ځای د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره لیدلوری ولري.
جمهوررئیس غني په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ځوان نسل له ګډون څخه مننه وکړه او د هېواد په هر ګوټ کې یې د هغوی قربانۍ وستایله وې ویل: دغه زړور سرتېري هره ورځ مرګ په سترګو ویني، خو د دې پر ځای چې دوی له مرګه وتښتي، برعکس مرګ له دوی تښتي.
جمهوررئیس په امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول دملي دفاع په وزارت کې اصلاحاتو ته په اشارې وویل، د ملي دفاع په وزارت کې نسلي تغیر راغلی دی او نور به دلته تضاد نه وي، بلکې د پخواني او نوي نسل تر منځ به همغږي وي او د دواړو نسلونو ترکیب به ستاسو د امنیت سبب شي.
جمهوررئیس زیاته کړه: د افغانستان دښمنان پر جوماتونو، لمونځ‌کوونکو او نورو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره غواړي چې موږ یواځې پر امنیت تمرکز وکړو، تر څو ژوند، معارف او اقتصاد ته شا کړو، خو هغوی باید په دې پوه شي چې د افغانستان ټولنه څو بعدي فکر کوي.
هغه ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي وبلل او زیاته یې کړه: زه د افغانستان دښمنانو ته پيغام لرم، دا ملت هغه ملت نه دی چې غازي امان الله خان یې وشاړه، اشرف غني ستاسو له نبض څخه استازیتوب کوي، په هر قېمت چې وي جوړوم دې افغانستانه.
جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، که تاسې په انتخاباتو کې ګډون نه وای کړی، نن به زه دلته نه وم، هر څوک چې وايي سیاست کې ګډون ګټه نه لري، نن یې خپله ګټه ګوري چې اداره د ځوانېدو خواته روانه ده او دا په سیاست کې ستاسو د ګډون برکت دی.
جمهوررئیس غني د ځوانانو د پوهې کچې لوړولو په برخه کې درې شیان مهم وبلل، معلومات، پوهه او تدبیر او زیاته یې کړه: معلوماتو ته لاسرسی د هر چا حق دی او که معلومات په پوهې بدل نشي ګټه نه لري.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د ملي وحدت حکومت د ولس استازی او ولس ته مسوول دی او د ادارو په ځوانو مسوولانو یې غږ وکړ: که له دې وروسته په دغو وزارتونو او ادارو کې مشکل وي دغه مسوولان یې باید ځواب ویونکي واوسي.
جمهوررئیس ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې وویل:تر دوو اونیو پورې به د ملکي خدمتونو  ۵۰۰۰ بستونه او تر یوې میاشتې پورې به د ښوونکو ۸۰۰۰ زره بستونه اعلان شي چې د الکترونیکي تذکرو د پروسې په شان به په دې کې هم شفافیت عملي شي.
د هېواد جمهوررئیس په کانکور کې د ځوانانو اندېښنې ته په ځواب کې وویل، د کانکور پروسه به په بنیادي توګه بدلون وکړي، هغه زیاته کړه د دغې پروسې لومړی ګام چې شفافیت و تامین شوی دی.
جمهوررئیس غني وویل: زما زیاته سیاسي پانګه ادارو ته د ځوانانو په راوستو ولګېده او د ادارو د ځوانولو په خاطر مې هلې ځلې کړي او زه د ځوان نسل ترمنځ د یوه پله په توګه یم او نن د ادارو په راس کې زیاتره ځوانان دي.
هغه ځوانانو ته په خطاب کې په مساواتو ټینګار وکړ وې ویل: تاسی باید په نجیبه حلقې بدل شئ او په تاسو کې باید د ځواب ویلو حس ایجاد شي. هغه زیاته کړه د دې خاورې قشر له درېو برخو څخه جوړ شوي چې ځوانان، ښځې او بې وزله خلک دي تر هغه چې دغه قشر هوساینې ته نه وي رسېدلی په افغانستان کې ثبات نه‌شي راتللی.
جمهوررئیس غني  څرګنده کړه، د امنیتي ستونزو له امله لکه څنګه چې لازمه وه د تحصیل برخې ته پام نه دی شوی او زموږ تحصیلي سیستم بنسټیز بدلون او تحصیلي نصاب ملي بحث غواړي. هغه له ځوانانو  وغوښتل، چې په دې برخه کې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي او ژر به د بشري قوا عالي شورا جوړه او ستاسو غږ به واورېدل شي.
هغه وویل، تر هغو چې مشروع اقتصاد ته وده ور نه کړو دوامداره کار موندنه نه رامنځته کېږي او په دې برخه کې به په ګډه کار کوو. او له ځوانانو یې وغوښتل چې په خپلو کې اتحاد او اتفاق وساتي او هغه څوک چې د ملي وحدت مخې ته درېږي مخه یې ونیسي.
جمهوررئیس وویل، افغانان فاسد نه دي، محدود خلک دي چې د فساد له لارې بربادي رامنځته کوي. هغه ټینګار وکړ چې د حکومت ټولې چارې واضح دي او ژمنه یې وکړه چې هره ورځ دې د افغانستان له یوې ولسوالۍ څخه یو ځوان راشي او له سهاره تر ماښامه دې دلته ارګ کې وڅاري چې جمهوررئیس یې څه کوي چې تاسې ته د حکومتولۍ کارونه واضح شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، زه غواړم تاسې د یو واضع میکانیزم له لارې د کابینې ناستو ته خپل استازي واستوی، ترڅو د حکومت کارونه له نږدې وڅارئ او کابینه به له دې وروسته په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل د ځوانانو اړوند موضوعاتو باندې بحث ولري.
په غونډه کې یو شمېر ځوانانوله فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت په خاطر د جمهوررئیس د هڅو د ستایلو په خاطر هغه ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او دغو ځوانانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې هېواد ته د خدمت په برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
همدارنګه یو شمېر پیغلو ښځو ته د خدمت په برخه کې د هېواد د لومړۍ مېرمن د هڅو د ستایلو په خاطر هغې ته درې رنګه ټیکري ډالۍ کړ او د هېواد لومړۍ مېرمن له هغوی څخه په مننې وویل، عقیده لرم چې تاسې به دا هېواد بیا په پښو دروۍ او ابادوۍ به یې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.