15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دسويدن له سفير سره دمخه ښې کتنه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح  الدين رباني نن دسويدن دشاهي  هېواد له سفير  اندرس سايبرګ  سره چې په کابل کې  دماموريت دوره يې پاى  ته رسيدلې ده دمخه ښې کتنه وکړه . 
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې لومړى دبهرنيو چارو وزير دافغانستان او سويدن ترمنځ  ددوه اړخيزو همکاريو دلازياتې پراختيا په لاره کې دسايبرګ  دلاس ته راوړنو له امله مننه وکړه او په دې موده کې يې ددواړو هېوادونو ترمنځ د انکشافي همکاريو دموافقه ليک دلاسليک  له امله  قدرداني وکړه او دامنيت په تامينولو ، دهېواد په بيا جوړولو  ښوونې او روزنې او ښځو  دځواکمن کولو په کار کې له افغانستان سره دسويدن دارزښتناکو همکاريو له امله مننه وکړه .
وروسته  سايبرګ  په امنيتي او انکشافي ساحو کې له افغانستان سره دهمکاري لپاره دسويدن  دشاهي هېواد په دايمي ژمنې باندې ټينګار وکړ او دافغانستان لپاره يې له سولې او امنيت سره دراتلونکي هيله وکړه .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.