17 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائیه رئیس د کاپیسا په مرکزکې د هغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو او ولسي خلکو سره د هغوی پر ستونزو بحث وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٢مه
د کاپيسا والي سید محمد خالد هاشمي د غونډې په پیل کي وویل، چي امنیت ئې د ولایت په سطحه له اساسي ستونزو څخه دی او دې ته اړتیا ده، چي د سيمه ييزو مقاماتو پر وړاندیزونو باندې په مرکز کي غور وشي.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
نوموړي وویل،‌چي د امنیت ترڅنګ ددغه ولایت د سل بستریز روغتون جوړېدنه ئې د وړاندیزونو څخه دي او همداراز اړتیا ده، چي د پوهنتون لپاره د لیلیې جوړولو او د پوهنې د حالت د ښه والي په برخه کي مرکزي اداره همکاري وکړي.
همداراز د دغه لایت د ولايتي شورا رئیس محمد حسین سنجاني د ولسونو په استازیتوب خبري وکړې او ويې ویل،‌چي ولسونه د حکومت ملاتړي دي‌دا چاره باعث سوې، چي په کاپیسا کي امنتیت تامین سي.
هغه یادونه وکړه، چي د نسبتا ښه امنیتي حالت سره سره لا هم په دې برخه کي نورو هڅو ته اړتیا ده او دوی وړاندیز کوي،‌چي دلته دي د پرمختیايي پلانونو په تطبیق سره د امنیتي اندېښنو مخنیوی وکړي.
د استنادي دېوالونو جوړېدنه، د اوبو بندونو رغونه، د بريښنا د ستونزي حل او د روغتیا او پوهني په برخو کي د کمیت او کیفیت مسئلې په پام کي نیول د نوموړي د نورو وړاندیزونو څخه و.
په ولسي جرګه کي د یاد ولایت استازو هم خبري وکړې او له مرکزي حکومت څخه ئې د امنیت د سمون، د اوبو بندونو جوړولو، د کاپیسا د ټرانزیټ سړک رغوني او د برېښنا د تولید او لېږد د پروژو د پیل غوښتنه وکړه او وزارتونو ته ئې وړاندیز وکړی، چي منظور سوي پروژې بشپړي کړي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کاپیسا ولایت له خلکو سره په غونډه کي له ولسونو مننه وکړه چي له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ئې د امنیت په تامین کي مرسته کړې.
ده وویل،‌چی دلته ئې د سفر هدف له خلکو سره د نژدې د هغوی پر ستونزو بحث او د لازمو حل لارو موندنه ده او ډاډ ورکوي، چي دلته د خلکو پر وړاندیزونو به غور کېږي.
هغه د خلکو له غوښتني وروسته یادونه وکړه،‌چي حکومت به د متوازن انکشاف لپاره کار کوي او هڅه ئې داده، چي ددې ولایت د کدرونو تعداد په حکومتي ادارو کي زیات سي.
اجرائیه رئیس وویل، چي د کاپیسا د سل بستریز روغتون د کار چاري نهايي سوي او هیڅ راز ستونزه وجود نه لري او همداراز د برېښنا رسوني پروژه هم د پرمختګ په حال کي ده.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه،‌چي د روغتيا، تعلیم، لوړو زدکړو،‌ سړکونو او پلونو په برخه کي د محلي خلکو او مقامونو وړاندیزونه به د وزیرانو په شورا کي تر بحث لاندي ونیسي او اجرات به وکړي.
نوموړي د کاپیسا ولایت د قومي او جهادي مشرانو رغنیز رول چي د امنیت په ساتلو کي ئې لوبولی دی، وستايه او له هغوی څخه يې مننه وکړه.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.