26 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٩٤ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د تلې د مياشتې٣ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې عمومي غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢١مه
د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د سناتورانو د رپوټونو د اورېدو سربېره د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي  دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې يو شمېر سناتورانو د افغانستان او هندوستان دولتونو تر منځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک څخه هرکلې وکړ، څرګنده يې کړه چې افغانستان بايد د قراردادونو او هوکړه ليکونو د لاسليک په وخت ملي ګټې او سيمه ييز حساسيتونه په پام کې ونيسي او په اړه يې مقتضي پريکړې  وکړي.
په غونډه کې د هغې وروستۍ پريکړې څخه چې د حکومت له خوا د امنيتي ځواکونو يوشميرجنرالانو او منسوبينو د تقاعد عمر د کمښت په موخه ترسره شوې، اندېښنه څرګنده شوه چې په دي صورت کې به دهېواد امنيتي ارګانونه د تجربه لرونکو او مسلکي کادرونو د جدي کمښت سره مخ شي او که چېرې د غه پريکړه د افسرانو ذاتي قانون د تعديل راوړلو پرته عملي شي، څرګنده ده چې غير قانوني چلند به وي او مشرانو جرګه به د موضوع په اړه خپل نظر او ليدلورئ شريک کړي.
دغه راز په غونډه کې دکابل، پروان او کاپيسا ولايتونو ځينو برخو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د تبليغاتي پاڼو خپرول چې ويل کيږي يادو پاڼو کې زموږ اسلامي ارزښتونو ته سپکاوي شوئ دي، سخت غبرګون وښودل شو او وويل شول چې د دا ډول اعمالو دوام کولاي شي حساسيت پاروونکې تمام شي او بښنه غوښتل به هم کومه ګټه ونه لري او بايد د دغه تبليغاتي پاڼو د خپرولو عاملين وپيژندل شي او مجازات کړاي شي.
غونډې په ټول هېواد کې د علماو د وژنو زياتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه، وويل شول چې په دي وروستيو کې د کاپيسا ولايت د عالمانو شورا رئيس مولوي ګل محمد خان حنيف يار په شهادت ورسيد او څه موده وړاندې د پروان او پنجشير د عالمانو شورا ريسان هم په دوو جلا پېښو کي په شهادت ورسيدل چې بايد حکومت د دغه جنايتونو عاملين ونيسي او مجازات يې کړي او د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د هغو عالمانو د امنيت په نيولو کې دي هڅې وکړي چې د حکومت په دستګاوو کې دندې لري چې مطرح شويو مسايلو ته نه پاملرنه  به ناوړه پايلې له ځانه سره ولري.
يو شمېر سناتورانو په سيمه کې د امريکا د متحده ايالاتو د نوى ستراتيژۍ څخه د ملاتړ تر څنګ، هغه جګړه ييزو پروګرامونو چې په دي وروستيو کې د کندز ولايت کې د پلي کيدو په حالت کې دي، ګټور وبلل خو ويې ويل چې د دښمنانو د ټکولو تر څنګ دي د سولې بهير ته هم پاملرنه وشي.
په غونډه کې يو ځل بيا د مجلس غړو د ميانمار په مسلمانانو د ياد هېواد د پوځيانو د جنايتونو د غندلو تر څنګ دوي ته د دولت او خلکو له خوا د يو ټاکلي مرستندويه بانکي حساب  د پرانيستو د اړتيا او د لازمو مرستو د ټينګار سربېره، وويل شول د نوبل جايزه چې د ميانمارمشرې مېرمن ان سان سوچي ته ورکړل شوې او نوموړې په خپل هېواد کې په مسلمان اقليت سخت زړه توب کوي تر پوښتنې لاندي راوستي ده.
د امريکايي څېړونکې او وتلې افغانستان پيژندونکې مېرمن نانسي دوپري کارنامو څخه ښه يادونه چې د خپل عمر زياته برخه يې په علمي څېړنو تيره کړي، بشير قانت پورې د تړلو وسله والو له خوا د تخار ولايت چاه آب ولسوالۍ کې د سلګونو هټيو سوځول او په يادې  ولسوالۍ کې د دغې ډلې د پرله پسې جنايتونو څخه په مخنيوي کې د حکومت ناتواني، ملي سوداګرو ته د سوداګريزو مالونو د قرارداد په  ورکړه ټينګار چې د اوسپنې پټلۍ له طريقه د چين څخه افغانستان ته رازي، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پخواني سرپرست له خوا ګمرکونوکي د فساد رواجول او د غور ولايت له لارې د ماليې د ورکړې پرته د سوداګريزو مالونو قاچاق، د ياد ولايت د مرکز امنيتي ګواښونوڅخه يادونه او  د مخالفينو ولکې لاندي سيمو کې په چاڼيزو عملياتو ټينګار، د جوزجان- فارياب لويې لارې په اوږدو کې د ناامنيو زياتوالې، سرپل ولايت کې د دښمنانو شتون څخه د سيمو په پاکولو ټينګار او د ياد ولايت د سړکونو د کرېړولو وړانديز، د کابل امام زمان جومات او ميرزا اولنګ کې د وحشي ترهګرو دجنايتونو څخه يادونه، د تروريزم څخه د يو مشخص تعريف وړاندې کول، د ملي يووالي په ساتلو ټينګار، د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د طالبانو د پراخو بريدونو د شاته تمبولو په موخه د امنيتي ځواکونو څخه مننه چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان او متقاعد بريدګر په کې تلف شوي دي، هرات او د هېواد نورو ولايتونو کې د ښي اشترنګ او غير قانوني موټرو زياتوالې د نن ورځې د بحث وړ مطالبو څخه وو چې څرګند شول.
د مشرانو جرګې رئيس د مطرح شويو مواردو په جمع بندۍ کې د افغانستان او هندوستان تر منځ د استراتيژکو قرارداد تړل ګټور او په سيمه کې کم سارئ وبلل، هيله يې څرګنده کړه تر څو افغان حکومت وکولاي شي له دي قراردادونو څخه د هېواد او خلکو په ګټه لازمه ګټه پورته کړي، همدا راز د کاپيسا د عالمانو شورا د رئيس مولوي ګل محمد حنيف يار او د ننګرهار ولايت د جيدو علماو څخه يوتن مولوي حزب الله د شهادت له امله يې د خواشينۍ مراتب څرګند کړل او د دفاعي چارو کمېسيون ته يې دنده وسپارله تر څو په دي اړه د کاپيسا ولايت اړوندو مسئولينو سره خبرې وکړي، همدا راز ژمنه يې وکړه تر څو د غور ولايت او د تخار ولايت د چاه آب امنيتي شته ستونزې د حکومت لوړپوړوچارواکو او د هېواد ولسمشر سره په بحث کې مطرح کړي.
فضل هادي مسلميار د امريکايي ځواکونو له خوا اسلامي اصولو ته د سپکاوي ډکو پاڼو خپرول د اسلام مقدس دين ته سپکاوي وباله او ويې ويل، بهرني ځواکونه بايد د دا ډول ناشايسته اقداماتو څخه لاس پورته کړي او د خلکو ديني احساساتو سره دي لوبى نه کوي، همدا راز ټينګار يې وکړ چې په راتلونکې کې دي د دا ډول حساسيت پارونکو اقدماتو مخه ونيول شي او عاملين دي د قوانينو سره سم محاکمه شي.
د مشرانو جرګې رئيس د امريکا د متحده ايالاتو د نوى استراتيژۍ د اعلام څخه يادونه وکړه او د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه يې پر پاکستان فشارونه د درک وړ وبلل او د هېواد له سياسيونه يې وغوښتل تر څو ورڅخه ملاتړ وکړي، همدا راز زياته يې کړه چې حکومت دي د هغوي پر مخ چې د هېواد نافذه قوانين او د افغانستان حکومت د تېرو کلونو لاسته راوړنې ومني د سولې لار د پرانيستنې تر څنګ په دښمن داسي سخت فشار او ضربې واردي کړي تر څو يا د جګړې لاس په سر او يا هم په هلاکت ورسي.
نوموړي د دي په اړه چې ټاکل شوې د امنيتي ځواکونو يو شمېر افسران به تقاعد ته سوق کړاي شي وويل، که چېرې د حکومت دغه عمل د نافذو قوانينو خلاف وي، دغه مجلس به د خپل څارنيز حق څخه ګټه پورته کړي او پر وړاندې به يې ودريږي.
په غونډه کې پريکړه وشوه چې د ظفر ٢٠٧ قول اردو قوماندان دي د هغو ګټورو خدمتونو او فعاليتونو په وياړ چې د هېواد په لويديځه حوزه کې يې ترسره کړي د مشرانو جرګې له خوا تقدير شي.
د غونډې په بله برخه کې چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ جوړه شوې وه، مولوي غلام محۍ الدين منصف د اندونيزيا هېواد څخه د هېواد د پارلماني پلاوي د سفر رپوټ وړاندې کړ، ويې ويل: د روانې مياشتې د وږي د پنځلسمې نېټې څخه د همدې مياشتې تر شپاړسمې نېټې پورې د اندونيزيار هېواد د پارلمان په کوربه توب پارلماني غونډه جوړه شوه چې په دي غونډه کې د څلويښتو زياتو  هېوادونو استازو حضور درلود چې د تل پاتې پراختيا او پراخوالي او په ځانګړې توګه د چاپيريال ساتنې د وضعيت، د فقر او بيکارۍ د کمښت، د امنيت، سولې او تاوتريخوالي د ټينګښت او د تبعيض د حل په برخو کې بحثونه وشول، او زياته يې کړه چې د تاوتريخوالي د لمنځه وړو او تبعيض د رفع په اړه په داسي حال کې خبرې وشوې چې دم ګړۍ په برما کې د روهينګيايي پر مسلمانانو ظلم او ستم جريان لري چې دغه ‌‌کړني بشري جنايت وبلل شو او هم د ملګرو ملتونو سازمان څخه وغوښتل شول چې د برما پر حکومت لازم فشار راوړي تر څو د بشري ضد جنايتونو مخنيوي وشي او زياته يې کړه، کوم پرمختګونه چې د پوهنې، لوړو زدکړو، بيا رغاونې او په افغانستان کې ښځو ته دپاملرنو په برخو کې ترسره شوي، وستايل شول او د ګډونوالو پام يې ځانته جلب کړ.
وروسته د فراه ولايت سناتور ګل احمد اعظمي د فراه- فراه رود د لويې لارې په تګلوري کې د امنيت د نشتوالي او د يادې لارې په اوږدو کې د مخالفينو د جنايتونو، د دايمي بريښنا د نشتوالي او په ياد ولايت کې د جنراتوري بريښنا د بيې د لوړوالي، د پرله پسې کلونو راهيسې د بخش آب بريښنا بند د رغاونې د عملي کار د سست والي سره له دي چې جدي اړتيا ورته ليدل کيږي، د باغپل سړک نه رغاونه سره له دې چې حکومت د خلکو ځمکې د استملاک پرته تخريب کړي دي چې اصلي مقصر يې د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملي کمېټه ده، د ولسواليو د سړکونو او په ځانګړې توګه د فراه ولايت د سړک نه کرېړ چې د شيخ ابو نصر فراهي اته اويا ميل سيمه کې افغانستان دايران سره نښلوي، د پوليسو د تشکيل کمښت، د فقر او بيکارۍ زياتوالې، سرحدي سيمو ته د فراه ګمرک د نه انتقال او همدا راز د فراه ولايت ځينې نورې ستونزې وې چې د ګل احمد اعظمي له خوا مطرح او د مسئولانو د پاملرنې غوښتونکې شو.#
پاى_ج

Last modified on Wednesday, 13 September 2017 04:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.