15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان او ناروې دبهرنيوچارو وزيرانو ترمنځ ستراتيژيکي سند تبادله شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دناروې دشاهي هېواد دبهرنيو چارو له وزير بورګه برنده سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دناروې دانتخاباتو  دبريالتوب   له امله ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزير ته مبارکې وويله وروسته دواړو لورو دامريکا   دمتحده ايالاتو د نوې پاليسۍ په باب خبر ې وکړې او ددواړو هېوادونوترمنځ ددايمي همکاريو په اهميت  باندې يې ټينګار وکړ .
په دې کتنه کې دهېواد دبهرنيوچارو وزير دښه اوبد په نامه د تروريزم هرراز ويش دسيمې او نړۍ په زيان وباله .
دغه راز په دې کتنه کې دسولې له هغو بهيرونوسره چې دافغانستان تر مديريت او مالکيت لاندې وي ټينګار وشو .
په دې ورستيو وختو کې ددواړو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو تر  ٢٠٢٠  ميلادي کال پورې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دناروې  دشاهي هيواد ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو  دموافقه ليک  دتمديد سند چې مخکې له مخکې لاسليک شوي و ،تبادله کړ .
  ختم- عطاالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.