22 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه...

يو ځوان محصل په بدخشان کې ځان وواژه

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : يو محصل نن غرمه په...

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې له ميرمن فکيتامويلوا کاتوا سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې  ميرمن  عادلې راز  دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې دغونډې تر څنګ دکمو پرمختللو هېوادونو ، دپرمختيا په حال کې  په وچې پورې  داړوندو هېوادونو او دپرمحتيا په حال کې دکوچنۍ جزيرې دهېوادونولپاره دملګروملتو دسازمان له عالي استازې ميرمن فکينا مويلوا کاتوا سره وکتل .
دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو  معينې په دغه مقام  دميرمن کاتوا دټاکل کيدو مناسبت هغې ته دمبارکې  دويلو په ترڅ کې دکمو پرمختللو هېوادونو لپاره داستانبول دعمل دپروګرام او دپرمحتيا په حال کې په وچې پورې  دتړلو هېوادونولپاره دويانا دعمل دپروګرام له اجرا کولو سره دمرستې  لپاره ددې ددفتر دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه .
دغه ر از ميرمن راز دعمل ددغو دوو پروګرامونو داجرا کولو او په دې برخه کې په افغانستان کې دموجود بين الوزارتي  جوړښت په اړوند معلومات وړاندې کړل .  داقتصادي همکاريو معينې دغه راز دسيمه ئيز تر ځمکې لاندې پله  او دسيمه ئيزې سوداګرۍ او ترانزيت  دمرکز په توګه دافغانستان دمرکزي موقعيت او دافغانستان په باب  دسيمه ئيزو اقتصادي  همکاريو دکنفرانس (ر کا )  او داسيا دزړه  دبهير په چوکاټ کې  دافغانستان دحکومت دهڅو او هاند په باره کې  خبرې وکړې او دعالي استازي   ددفتر او ددغو دوو چوکاټونو ترمنځ دهمکارى  دزمينو دڅيړنې په اهميت باندې تينګار وکړ .
ددغې کتنې په دوام  ميرمن کاتوا او ددغه دفتراو د(رکا) او داسيا دزړه دبهير ددوو چوکاټونو ترمنځ دهمکارۍ  دزمينو د پراختيا هرکلى وکړ .
دغه راز دې دتکنالوژۍ  بانک  دجوړولو ،  دپانګونې له رواجولو سره دمرستې  او دغه راز ددغې ادارې په کاري برخو پورې داړوندو مطالعاتو او تحقيقاتو دترسره کولو په ګډون  ددغه دفتر دځينو  فعاليتونو او نوښتونو په اړوند خبرې وکړې دکتنې په پاى کې  موافقه وشوه چې دواړه لورې دې په ګډه دځينو ورکشاپونو دجوړولو او دغه راز دګډو تحقيقاتي پروژو داجرا کولو زمينې وڅيړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.