22 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه...

يو ځوان محصل په بدخشان کې ځان وواژه

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : يو محصل نن غرمه په...

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيوچارو دوزير وينا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ديرشمه

د ملګرو ملتونود عمومي اسمابلۍ د دوه اویایمې ناستې په څنډه کې، په آسیا کې د تعامل او باور جوړونې تدابیرو کنفرانس (CICA) ته د بهرنیو چارو دوزیر صلاح الدین رباني وینا
د آمریکا متحده ایالات، نیویارک
بسم الله الرحمان الرحیم
د چين ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب وانګ ای،
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي جلالتمآب انتونیو ګوترس،
درنو دوستانو،
ښاغلو او آغلو،
ماسپښین مو په خیر!
د ډیرې خوښي ځای دې چې په آسیا کې د تعامل او باور جوړونې تدابیرو کنفرانس (CICA) د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې، د تآسیس پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت دغه ناستې ته وینا کوم.
په سر کې اجازه راکړۍ چې د چین ولسي جمهوریت څخه د (CICA) د ښه مشرتوب او د ننۍ غونډې جوړولو له امله مننه وکړم.
موږ همدراز په ننۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي جلالتمآب ګوترس د حضور هر کلی کوو.
ننۍ غونډه د (CICA) د تآسیس پنځه ویشتمې کالیزې د نمانځلو لپاره یو ښه فرصت دی.
په تیرو کلونو کې، دغه کنفرانس ښه پرمختګ کړی او د اسیايي هېوادونو په منځ کې د ګډو لاسته راوړنو په برخه کې د باور زیاتو او ګډو لارو چارو لپاره اغیزمن ثابت شوی.
په ټوله کې، (CICA) د نړیوالې سولې، امنیت او پرمختګ په تړاو د مهمو مسایلو په اړه جدي دريځ غوره کړی.
دغه دريځ پر هغو جدي ننګونو د بریالي کېدو په اړه د (CICA) په عمومي وړتیاوو بحث کوي.
د امنیت، اقتصاد او ټولنیزو مسایلو په ټولو برخو کې د (CICA) باور جوړونې تدابیر د بیلابیلو ننګونو په برخه کې د همکارۍ اغیزمن چوکاټ وړاندي کوي چې موږ یو هم ورڅخه خوندي نه یو.
د (CICA) بنسټ ایښودونکي غړي په توګه، افغانستان تل د (CICA) باور جوړوني تدابیرو پلي کولو ته وده ورکړي.
موږ دا کار نه یوازې په افغانستان کې د سولې او ثبات پیاوړتیا لپاره، بلکې د آسیا د ټولو هیوادونو لپاره د خوندي او سوکاله چاپیریال ډاډمنولو لپاره ترسره کړی.
زموږ د ټولييزو پرمختګونو سره سره، مونږ باید دا ومنو چې د (CICA) غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زیاتول په اوس وخت کې د سیمې او نړۍ د امنیت او سوکالۍ لپاره یوه ستراتیژیکه اړتیا ګڼل ګيږي.
دا ټول هغه څرګند شواهد دي چې له فراملي ګواښونو سره سره، ترهګري، جنګ جګړې، د ناقانونه درملو او وسلو قاچاق تر اوسه هم د آسیا او نړۍ هېوادونو لپاره جدي ګواښونه جوړوي.
په پایله کې، موږ باید له خپلو ګډو ننګونو سره د سملاسي مقابلې په موخه د راتلونکي لپاره د ژمنو پر تازه کولو غور وکړو.
په تېر کال کې، موږ د آسیا په ګډون په بیلا بیلو هېوادونو کې د ترهګرۍ د ریښو ِغځیدلو، پیاوړتیا او ویجاړۍ شاهدان و.
اوسني حالات ددې غوښتنه کوي چې په پوره دقت او ځواک سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له یو بل سره همکاري وکړو.
د پټنځایونو، روزنځایونو او وسلو په برخه کې د ترهګرۍ دولتي تمویل، ترهګر د دې جوګه کړې چې د مرګ ژوبلې او ویجاړولو ناوړه مبارزې ته ادامه ورکړي.
د شپاړسو څخه ډیرو کلونو راپدېخوا، افغانستان د دغه سیمه يیز او نړیوال ګواښ ستر قرباني دی.
له همدې امله افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې د ملګرو ملتونو نړیوالې ستراتیژۍ د پلي کولو په برخه کې د (CICA) د عمل پلان پوره ملاتړ کوي.
موږ باید د خپلو ګډو ګټو لپاره د دغې ستراتیژۍ په وخت او دوامداره تطبیق ډاډمنولو لپاره ډیر کار وکړو.
که غواړو چې په دې ګډه جګړه کې بریالي شو، باید د ترهګرو او د دوی د ملاتړ دولتي او نادولتي سرچینو ترمنځ هیڅ ډول فرق ونه کړو.
سر بېره پر دې، موږ باید د سوداګرۍ، ترانزیت، اقلیمي بدلون، انرژۍ او کلتوري تبادلې په برخه کې لا ډیره همکاري وکړو تر څو لا ډېر پرمختګ وکړو.
دغې موخې ته د رسېدو لپاره، موږ په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، چاپیریال او بشري برخو کې د باور جوړونې تدابیرو پلي کولو لپاره د همغږۍ زیاتولو ته اړتیا لرو.
مونږ له (CICA) څخه په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د ملاتړ په برخه کې د دوی له فعاله همکارۍ څخه منندوی یو.
د (CICA) د پیل راهیسې، دوی تل خپل غړي هېوادونه په افغانستان کې د خلکو یو والي او پیوستون ملاتړ ته هڅولي دي.
موږ همداراز د آسیا زړه – استانبول بهیر په چوکاټ کې د (CICA) رغنیز رول څخه چې د (CICA) او باور جوړونې تدابیرو له لید لوري سره ورته والی لري، مننه کوو.
په دې برخه کې، موږ د (CICA) تدابیر جوړونې او آسیا زړه بهیر د ګډو عناصرو په برخه کې د همکاریو لوړولو ته سترګې په لار یو.
تر دې دمه، افغانستان د "د ناقانونه درملو سره د مبارزې" او "نويو ننګونو او ګواښونو" په برخه کې د (CICA) تدابیرو جوړونې همغږی کوونکی دی.
په دې برخه کې، موږ د دغو موضوعاتو په تړاو د آسیا زړه بهیر تر عنوان لاندې، د لاندینیو سیمینارونو په ګډون بیلا بیل سیمینارونه جوړ کړي:
• د افراطیت له منځه وړلو په اړه ملي سیمینار؛
• د ترهګرۍ او افراطیت په اړه سیمه يیز سیمینارونه؛
• د ناقانونه درملو څخه د ځوانانو ناوړه ګټه اخیستنه او د آسیا زړه سیمه باندې يې د ټولنیزو او اقتصادي پایلو په اړه سیمه يیز سیمینارونه؛
موږ باور لرو چې د (CICA) او آسیا زړه بهیر ترمنځ په لا ډیرو برخو کې د همکارۍ پراختیا به په دواړو سیمه يیزو غونډو کې زموږ د ګډو موخو په پراختیا کې لا ډیره مرسته وکړي.
له فرصت څخه په ګټه اخیستنې، زه د (CICA) له غړو هېوادونو څخه غواړم چې د بشري حقونو شورا لپاره د افغانستان د کاندیدۍ څخه ملاتړ وکړي.
ستاسو ملاتړ به موږ د دې جوګه کړي چې  په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو اجنډا پر مخ بیولو برخه کې خپلې ټینګې ژمنې پلې کړو.
ښاغلو آغلو،
په دوو ټکو باندې په ټینګار سره خپلې خبرې راټولوم:
لومړى، په نړیوال ډګر کې د (CICA) لوړ ځای، په (CICA) کې زموږ د ټولو لپاره د ویاړ او هڅونې سرچینه ده.
لا هم، موږ نورو ډیرو هڅو ته اړتیا لرو څو ډاډمن شو چې دغه کنفرانس کولای شې زموږ ټولییز پتانسیل په رسولو کې له موږ سره مرسته وکړي.
دا یواځې هغه وخت شونې ده، کله چې موږ خپله داخلي، او له نورو نړیوالو کنفرانسونو او سازمانونو سره خپله همغږي زیاته کړو.
دویم، په داسې حال کې چې موږ له افغانستان څخه د (CICA) د ملاتړ او همکارۍ ستاینه کوو، همداراز غوښتنه کوو چې دغه سازمان باید د افغانستان دوامداره ثبات او پرمختګ ته ژمن پاتې شي.
په حقیقت کې، د آسیا په زړه کې یو سوکاله او سوله يیز افغانستان به له موږ سره د (CICA) مهمو اهدافو لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.
مننه!
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.