15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامريکا لوى درستيز : دپاکستان دآي اس اي اداره له تروريستانو سره اړيکې لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

امريکا غږراډيو باختر د تلې  ديارلسمه :
دامريکا دمتحده ايالاتو لوى درستيز جنرال جوزف  دانفورد  وايي چې دپاکستان د آي اس اي ادارې او د تروريستانو ترمنځ اړيکې شتون لري .
باختراژانس دامريکا غږ راډيو له خولې خبر راکړ ، جنرال جوزف دانفورد  او دامريکا ددفاع وزير جيمز تيس  د سه شنبې په ورځ دامريکا دسنامجلس دپوځي خدمتونو کميټې ته دافغانستان دسياسي او امنيتي حالت په باب معلومات ورکړل .
دوى په افغانستان کې دجګړې دپاى ته رسولو لپاره دپاکستان او افغانستان په همکارى  باندې ټينګار وکړ .
جنرال جوزف  دانفورد کابل ته دپاکستان دپوځ د لوى درستيز قمر جاويد بجوه وروستى سفر ددواړو هېوادونو داړيکو دښه والي لپاره هڅې وبللې او ويې ويل (  کابل ته دجنرال بجوه دروانې اوونۍ سفر موږ هيله من کړي يو . دى ديکشنبې  په ورځ  په کابل کې او له افغان مقاماتو سره يې ليده کاته  کړي دي چې زموږمشرتوب  هم ددغوکتنو په جريان کې دى .) 
دپاکستان دپوځ لوى درستيز قمر جاويد بجوه ديکشنبې په ورځ  کابل ته سفر وکړ او په د غه ځاى کې يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني او له نورو افغان مقاماتو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
  ختم_ عطاالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.